کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۲۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې پولیسو په میدان وردک ولایت کې د یوه ځانمرګي بمي برید هڅه شنډه کړه.
په اعلامیه کې راغلي چې افسرانو یو ځانمرګی بمي بریدګر د سید اباد ولسوالۍ حکومتي ادارې ته له رسېدلو څخه مخکې په ډزو وویشت.
په اعلامیه کې د پېښې د وخت په هکله جزیات نه دي ورکړل شوي.