طالبانو په بغلان کې په ولسي پاڅون د برید مسؤلیت ومانه

سلام ټایمز او ای اېف پي

کابل -- چارواکو وویل چې طالبانو د شنبې په ورځ /د چنګاښ ۸ مه/ په بغلان ولایت کې د یوه ولسي پاڅون د ځواک لږ تر لږه ۲۵ غړي ووژل.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل، دغه برید سهار وختي په نهرین ولسوالۍ کې هغه وخت وشو چې د ځواک غړو هڅه وکړه چې د افغان عسکرو یو ګروپ چې د طالب اورپکو له خوا محاصره شوی وو، وژغوري.

هغه وویل، «هغوی چې له عسکرو سره د مرستې لپاره تلل، په لاره کې ورته کمین نیول شوی وو. له بده مرغه چې ۲۵ کسان په کې ووژل شول.»

ولسوال فضل الدین مرادي دغه شمېر تایید کړ او زیاته یې کړه چې دا جنګ نژدې شپږ ساعته روان وو.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې له برید څخه وروسته، پولیسو په سیمه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه طالب جنګیالي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500