مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۴ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغان کمانډو په مشرۍ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې لږ تر لږه ۱۹ تنه طالب اورپکي ووژل.
اردو د پېښې د وخت په هکله له جزیاتو ورکولو څخه پرته وویل چې دغه عملیات په بلچراغ ولسوالۍ کې ترسره شول. لږ تر لږه ۹ نور اورپکي ټپیان شول.
اعلامیه زیاتوي چې هېڅ ملکي کسان یا افغان سرتېري ونه وژل شول او نه هم ټپیان شول.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.