لغمان -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې پولیسو په لغمان ولایت کې وروسته له هغه لږ تر لږه دوه طالب جنګیالي ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل چې اورپکو په یوه امنیتي پوسته برید وکړ.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه پېښه د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۵مه/ په الیشنګ ولسوالۍ کې وشوه.
اعلامیه زیاتوي چې پولیسو ته هېڅ زیان نه دی وراوښتی.