کابل -- خامه پرېس د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې یوې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې د پنجشبې په ورځ وختي /د زمري ۱۰مه/ په کابل کې د افغان ملي پولیسو دوه افسران ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.
د سرچینو په وینا، دغه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله په ۱۵مه امنیتي حوزه کې د پولیسو د تلاشۍ یوې پوستې سره نژدې وچاودېدله.
هېڅ ډلې په سملاسي توګه د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.