افغان ځواکونو په دوه ولایتونو کې طالب مشران ووژل

سلام ټایمز

کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۱۰مه/ راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په بلخ او فراه ولایتونو کې دوه طالب مشران ووژل.‌ د دغه پيښو نیټه یې نه ده ورکړې.

د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو د بلخ ولایت په چاربولک او چمتال ولسوالیو کې هوایي بریدونه ترسره کړل.

افغان ملي اردو وویل چې دغو هوایي بریدونو د قوماندان قاري مهدي په شمول ۹ طالبان ووژل.

په ورته وخت کې خامه پرېس د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ له قوله په یوه راپور کې وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو قوماندان ملا غزالي د هغو ټپونو له امله ساه ورکړه چې څو ورځې مخکې له افغان امنیتي ځواکونو سره په یوه جنګ کې ور رسېدلي ول.

طالبانو په یوه راپور هم څه تبصره نه ده کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500