د متحده ایالاتو هوایي برید په غزني کې طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

غزني -- خامه پرېس د جمعې په ورځ‌ /د زمري ۱۱مه/ د والي د رسنیو د دفتر له قوله راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو یوه هوایي برید د چارشنبې په ورځ /د زمري ۹مه/ په غزني ولایت کې څو تنه اورپکي ووژل.

والي وویل چې هوایي برید د ماسپښین خواوشا ۲ بجې په ده یک ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه غونډه ترسره شو.

والي وویل چې د طالبانو د ډلې ۷ غړي ووژل شول، په داسې حال کې چې پوځي سرچینو د مړو شمېر ۱۳ تنه یاد کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې خبرونه دلته ولولم.‌

ځواب ورکړئ