خلیلزاد وویل، متحده ایالات چمتو دي چې د سولې هوکړه نهایي کړي

ای اېف پي

واشنګټن ډي سي -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲۹مه/ قطر ته د «پاتې مسایلو» په هکله د کار کولو لپاره د روانېدلو پر وخت وویل نوموړی چمتو دی چې له طالبانو سره د خبرو یو نوی پړاو پیل کړي.

د خلیلزاد دفتر په یوه ټویټ کې وویل، «په واشنګټن کې مو ګټوره اونې تېره کړه. ادارې ته مو په دې هکله معلومات ورکړل چې مونږ چېرې یو او راتلونکي ګامونه څه دي. بېرته د ستنېدلو پر وخت لومړی د ودرېدلو ځای دوحه دی چې هلته به مونږ هڅه وکړو چې پاتې مسایل وڅېړو.»

هغه وویل، «مونږ چمتو یو. وبه ګورو چې آیا طالبان هم تیار دي.»

د سې شنبې په ورځ وختي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سي اېن بي سي تلوېزیون ته وویل چې که په هېواد کې د بریدونو موجوده سطحه په پام وړ توګه راکمه شي کېدای شي چې په دوحه کې یوه هوکړه وشي.

پومپیو وویل، «خبرې اترې ښې روانې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500