افغان ځواکونو په اروزګان کې ۲۰ تنه طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

اروزګان -- د افغان ملي اردو ۲۰۵ اتل قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۳۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو چې افغان کمانډو ځواک یې مشري کوله په اروزګان ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰ تنه طالب اورپکي ووژل.

اردو د پېښې د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، دغو عملیاتو چې په چارچینو ولسوالۍ کې ترسره شول د اورپکو اړوند د وسلو دوه ډیپوګان ویجاړ کړل.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500