ځوانان

د افغانستان د باسکېټ بال ټیمونو د سولې د هڅو په لړ کې د جنګ د پای ته رسولو پیغام ولېږداوه

د عمر راپور

د کابل، هرات او کندهار ولایتونو د باسکېټ بال اوو ټیمونو د وري په ۱۶ - ۲۲مه په هرات ښار کې د «سوله او دوستي» تر نامه لاندې یو سپورټي ټورنانمنټ جوړ کړی وو. لوبغاړو د افغانستان جګړه کې ښکېلو ټولو ډلو باندې غږ وکړ چې د سولې لاره ونیسي او وینه تویول ودروي. [عمر]

هرات -- د کابل، هرات او کندهار ولایتونو د باسکېټ بال ټیمونه تېره اونۍ د دې لپاره سره یوځای شوي ول چې د سولې لپاره خپلې غوره هڅې وکړي.

اوو ټیمونو د وري په ۱۶ - ۲۲مه د هرات ښار په میرویس صادق جمنازیوم کې د «سوله او دوستي» تر نامه لاندې یو سپورټي ټورنامنټ ترسره کړ.

د باسکېټ بال خواوشا ۱۳۰ لوبغاړو په دغه ټورنامنټ کې برخه اخیستې وه چې په یوه ګډه هڅه کې یې د سولې پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او په افغانستان کې یې د جنګ د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.‌

د هرات د باسکېټ بال فدراسیون رییس فیصل رحیمي سلام ټایمز ته وویل،«د دغه سپورټي ټورنامنټ هدف دا وو چې داسې یو پيغام ولېږدوي چې سوله تر ټولو ښه لاره ده.»

د کابل، کندهار او هرات ولایتونو د باسکېټ بال لوبغاړي د وري په ۲۲مه په هرات ښار کې لوبه کوي. [عمر]

د کابل، کندهار او هرات ولایتونو د باسکېټ بال لوبغاړي د وري په ۲۲مه په هرات ښار کې لوبه کوي. [عمر]

د باسکېټ بال لوبغاړي د وري په ۲۲مه په هرات ښار کې لوبه کوي. [عمر]

د باسکېټ بال لوبغاړي د وري په ۲۲مه په هرات ښار کې لوبه کوي. [عمر]

هغه وویل، «لوبغاړي زمونږ د ټولنې فعال غړي دي چې تل یې هڅه کړې څو خلکو ته د خوښۍ سوغات ورکړي. مونږ په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو چې د روغې جوړې، سولې او یو بل منلو کلتور عام کړو. په ټولنه کې د بل هر فرد په څېر، لوبغاړي له جنګ نه ستړي دي، او هیله لري چې سوله راشي.»

د کندهار د باسکېټ بال فدراسیون رییس عبدالله مینه وال وویل، د لوبغاړو راټولېدل په هېواد کې د سولې یو عمومي «پیغام» وړاندې کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، دغه ټورنامنټ «هر چاته د سولې او دوستۍ پیغام ولېږه، یعنې مونږ لوبغاړي سوله غواړو.»

«مونږ په خپل هېواد کې امنیت غواړو، او له دې امله مونږ غواړو چې د دغه سپورټي پروګرام له لارې داسې یو پیغام ولېږدوو چې افغانان، د بل هر هېواد د اوسېدونکیو په څېر، د دې مستحق دي چې ښوونه او روزنه ترلاسه کړي او نېکمرغه واوسي، او له دې امله ده چې باید سوله راشي.»

هغه زیاته کړه، د افغانستان باسکېټ بال فدراسیون پلان لري چې په ټولو ولایتونو کې د «سوله او دوستي» تر عنوان لاندې دې ته ورته سپورټي پروګرامونه جوړ کړي.

د سولې سمبولونه

د کندهار ولایت د باسکېټ بال یو لوبغاړی سید شاه عابدي وایي، سپورټونه «د سولې او دوستۍ» یو سمبول دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ خوشحال یو چې دا ټورنامنټ ترسره کوو ځکه چې هغه داسې یو پیغام لېږدوي چې لوبغاړي هم له سولې سره ډېره زیاته علاقه مندي لري.»

عابدي زیاته کړه، «کله چې افغان درې رنګه [بیرغ] په نړۍ والو لوبغالو کې رپېږي، هغه داسې یو پیغام لېږدوي چې افغانان د نړۍ د نورو خلکو په څېر سوله او امنیت غواړي، او دا چې هغوی له جنګ او تاوتریخوالي څخه ستړي دي.»

د کندهار ولایت د باسکېټ بال یوه لوبغاړي میلاد ابراهیمي سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ د ټولو سپورټي سیالیو هدف دا دی چې سولې ته کار وکړو. مونږ غواړو چې دغه ډول ټورنامنټونه په کندهار، کابل او مزارشریف کې ترسره شي.»

هغه وویل، «لوبغاړي چې هر چېرې ځي هغوی د سولې او خوښۍ سمبولونه دي، او هغوی هر چاته د سولې یو پیغام ورلېږدوي.»

په هرات ولایت کې د سپورټ د چارو سرپرست رییس ضیاءالحق ضیأ وویل، سپورټونه د جګړې د ورانیو په منځ کې په افغاني ټولنه کې هیله مندي خپروي.

ضیأ وویل، «افغانان په ریښتیا له جنګه ستړي دي، او لوبغاړي کولی شي چې دا پیغام نړۍ ته ورسوي چې افغانان نور جنګ نه غواړي. هغوی ډېر ستړي شوي دي. جنګ زمونږ د هېواد ټولې بېخبناوې ویجاړې کړي دي.»

په هرات کې نورو لوبغاړو هم دغه فکر څرګند کړ او وایي چې په افغانستان کې جګړې له ملکي خلکو نه د امنیت احساس تروړلی دی.

په هرات کې یوه لوبغاړي امېد حقجو چې ۲۷ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، «مونږ نور دا حوصله نه لرو چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو اوږد جنګ وزغمو. مونږ څه کړي چې مونږ له کوم دلیل پرته وژل کیږو؟ مونږ امنیت غواړو چې مونږ وکولی شو سپورټونه وکړو.»

هغه زیاته کړه، «آیا طالبان نه ګوري چې په افغانستان کې هر چا د سولې لپاره خپل غږ پورته کړی دی؟»

«طالبان چې ادعا کوي مسلمانان دي ولې بې ګناه خلک وژني؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500