امنیت

طالب اورپکي وروسته له هغه تسلیم شول چې پوه شول د هغوی یاغیتوب 'شرعي حیثیت' نه لري

د هدایت الله راپور

د طالبانو دوه محلي قوماندانان د هغوی له ۱۳ پلویانو سره یوځای د زمري په ۱۹مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې مقاماتو ته تسلیم شول. [د بدخشان د والي دفتر]

د طالبانو دوه محلي قوماندانان د هغوی له ۱۳ پلویانو سره یوځای د زمري په ۱۹مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې مقاماتو ته تسلیم شول. [د بدخشان د والي دفتر]

کندوز -- د دوه قوماندانانو په شمول د طالبانو د ډلې ۱۵ غړي چې پنځه کاله یې د افغان حکومت او ایتلافي ځواکونو پر ضد جګړه کړې وه تېره اونۍ په بدخشان ولایت کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول.

دغه ګروپ چې د یمګان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي قوماندان ملا عاشورمحمد یې مشري کوله خپلې وسلې د زمري په ۱۹مه د ولایت په مرکز فیض اباد کې د ملي امنیت ریاست ته تسلیم کړې.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وویل، دغه ګروپ د ملي امنیت ریاست د چارواکو په هڅو او وروسته له هغه چې جنګیالي پوه شول چې د هغوی یاغیتوب شرعي حیثیت نه لري، د سولې پروسې سره یوځای شو.

هغه وویل، «د طالبانو د ګروپ دوه مشران -- ملا عاشور محمد او احمدشاه خان -- له خپلو ۱۳ جنګیالیو سره یو ځای چې ۱۰ میله [ای کی - ۴۷] کلاشینکوفونه ورسره وو، د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د سولې پروسې سره یوځای شول.»

پخوانیو طالب اورپکو د زمري په ۱۹مه د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د تسلیمۍ پر وخت پښېماني څرګنده کړه. [د بدخشان د والي دفتر]

پخوانیو طالب اورپکو د زمري په ۱۹مه د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د تسلیمۍ پر وخت پښېماني څرګنده کړه. [د بدخشان د والي دفتر]

یمګان او تګاب ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.‌

هغه وویل، «دا دوه کسان په یاد ولایت کې د طالبانو مشران او قوماندانان، او د حکومتي ځواکونو پر ضد په ټولو نښتو کې موجود ول. همدارنګه دوی د یمګان ولسوالۍ په سقوط کې مهم رول درلود.»

هغه زیاته کړه، «د سولې پروسې سره د ملا عاشورمحمد او احمدشاه خان په یوځای کېدلو سره په یمګان ولسوالۍ کې د طالبانو مورال کمزوری شوی دی.»

ملا عاشورمحمد اعتراف وکړ چې د حکومتي ځواکونو پر ضد یې جګړه کوله. هغه وویل، هغه او د هغه ګروپ وروسته له هغه تسلیم شول چې پوه شول چې د هغوی جګړه شرعي حیثیت نه لري.‌

هغه په بدخشان کې د افغانستان راډېو تلوېزیون یوه خبریال ته وویل، «وروسته له هغه چې درې کاله مخکې مونږ یمګان ولسوالي له حکومت څخه ونیوله، مونږ په ډېرو هغو جګړو کې چې په یمګان او د بدخشان ولایت په نورو ولسوالیو کې پېښې شوې جګړه وکړه.»

هغه زیاته کړه، «زه پنځه کاله له طالبانو سره وم. ما د حکومت پر ضد 'جهاد' کې برخه واخیستله، چې ډېر وخت به مو په لوږه او تنده تېراوه. کله چې زه پوه شوم چې زمونږ 'جهاد' شرعي حیثیت نه لري د ملي امنیت ریاست سره مې تماس ونیو.»

هغه وویل، «زه د بدخشان محلي ادارې سره ژمنه کوم چې له دې شېبې څخه وروسته به زه د خپل هېواد د پرمختګ او نېکمرغۍ لپاره کار وکړم او زه به د پردیو د چالونو ښکار نشم.»

د بدخشان د ولایتي شورا رییس بشیراحمد صمیم په دې مراسمو کې وویل، د دغو جنګیالیو تسلیمي د سولې د پروسې لپاره یوه ښه نښه ده.‌

هغه وویل، «اوس خلک پوه شوي چې حکومت کوم لوری نیسي او طالبان کوم لوری نیسي. مونږ د خپلو دغو ورونو راتګ یو نېک شګون بولو.»

هغه په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ خبرو ته په اشارې وویل، «مونږ هیله لرو چې د هغوی په یوځای کېدلو سره به په قطر کې مذاکرات یوه ښه نتیجه ورکړي او مونږ به په ټول هېواد کې امنیت ترلاسه کړو.»

په جنګ باندې پښېماني

د تسلیم شوي ګروپ بل مشر احمدشاه خان ملي رادېو تلوېزیون ته وویل چې هغه ۸ کاله په یمګان ولسوالۍ کې د حکومت پر ضد جنګ وکړ او هغه له کور او کلي څخه لیرې په غرونو کې ژوند کاوه.

هغه وویل، «مونږ د 'جهاد' په نامه د طالبانو له لیکو سره یوځای شوو او ۸ کاله مو جنګ وکړ. بالاخره، مونږ پوه شو چې هغه 'جهاد' نه وو، بلکې د سیمې د استخباراتي ادارو له خوا په یوه جوړ شوي جنګ کې زمونږ د خپلو مسلمانو ورونو وژل وو.»

هغه وویل، «یمګان ولسوالي له درې کالو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده. مونږ لیدل چې طالبانو هره ورځ ځایي خلک وهل، ټکول او وېرول.»

هغه وویل، «مونږ نور دا تحمل نه درلود چې د هغوی ظلمونه وګورو. زمونږ ملګرو تصمیم ونیو چې راشي او له حکومت سره یوځای شي.»

د ګروپ یوه بل غړي عبدالرسول چې ۴۱ کاله عمر لري، وویل، «زه په خپلو کړو پښېمان یم ځکه اوس زه پوه شوی یم چې مونږ څه کول. اکثر طالبان له جنګ څخه ستړي شوي او د سولې د خبرو نتیجې ته په تمه دي چې وکولی شي خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.»

د بدخشان والي محمد ذکریا سودا په دغو مراسمو کې وویل،‌ ولایتي اداره به له پخوانیو جنګیالیو سره مرسته وکړي چې کاري فرصتونه ومومي او بېرته په ټولنه کې جذب شي.

هغه وویل، «زه ډېر خوشحال یم چې دغه ۱۵ کسیز ګروپ په حقیقت اعتراف وکړ او له حکومت سره یوځای شو. زه له هغوی سره ژمنه کوم چې حکومت به هغوی ته ټوله هغه مرسته چې اړتیا ورته لري برابره کړي. دا چې دا ګروپ د سولې پروسې سره یوځای شو، مونږ به د بدخشان ولایت په امنیتي وضعه کې غټ پرمختګ ووینو.»

هغه وویل، «د سولې عالي شورا د طالبانو د ډلې هغو غړو ته چې پخوا د سولې پروسې سره یوځای شوي وو کاري فرصتونه او د ژوند څوري برابر کړي وو، او اوس هغوی د خپلو ماشومانو او کورنیو تر څنګ یو باوقاره ژوند تېروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جنګ هېڅکله هم زمونږ هېواد نه جوړوي. په حقیقت کې، هغه د ویجاړتیا او فقر رامنځته کېدلو سبب کیږي. نو، غوره به دا وي چې طالبان او نور مخالفین په افغانستان کې جنګ ودروي.‌

ځواب ورکړئ

سلام. زه حامد یم، زه د افغانستان یم. زه فکر کوم چې سوله زمونږ لپاره مهمه ده خو ټولې ستونزې خارجیان لکه امریکا دي چې د بشري حقونو، دیموکراسۍ او نورو له نومونو څخه ناوړه ګټه اخلي. که مونږ غواړو چې د سولې هڅه وکړو مونږ باید په سیمه کې د متحده ایالاتو له هدفونو څخه خبر واوسو. مونږ د امریکا د متحده ایالاتو او چین یا د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې تر منځ د قدرت توازن نه لرو. حل دا دی چې افغانستان له سیمه ییزو تړونونو سره یوځای شي.

ځواب ورکړئ

راځئ چې افغانستان جوړ کړو. که افغانان پخپله افغانستان جوړ نه کړو، هیڅ بل هېواد به دا کار ونه کړي.‌

ځواب ورکړئ

څو چې د هېواد سیاستوال د هېواد لپاره په صداقت سره خدمت ونه کړي، مونږ به په دې هېواد کې ارامي ونه وینو.

ځواب ورکړئ