ځوانان

په نورو سپورټونو باندې له محدودیتونو سره سره، په هرات کې محلي غېږ نیونه په زرګونو خلکو ته ساعت تېري برابروي

د عمر راپور

په داسې حال کې چې په افغانستان کې په اکثرو نورو سپورټونو باندې محدودیتونه لګول شوي، د غېږ نیونې د محلي سیالیو په بیا پیلېدلو سره په زرګونو افغانان په هرات ښار کې د رخصتۍ په ورځو سره ټولېږي چې د خپلو په زړه پورې غېږ نیوونکيو (چې پهلوانان یې هم بولي) ننداره وکړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په وروستیو کې په هرات ولایت کې د غېږ نیونې محلي سیالۍ بیا پيل شوي دي.

د جمعې او رخصتیو په ورځو، د هرات ښار شمال کې په یوه میدان کې په زرګونو نندارچیان راټولېږي چې د محلي غېږ نیوونکیو (پهلوانانو) تر منځ د سیالیو ننداره وکړي.

پهلوانان په یوه دایروي میدان کې غېږې نیسي په داسې حال کې چې نندارچیان له څنډو څخه د هغوی ننداره کوي او د خپلې خوښې پهلوانان تشویقوي.

دغه سیالۍ د هرات په زرګونو اوسېدونکیو ته دا فرصت برابروي چې څو ساعته ټولې اقتصادي ستونزې او د ژوند نورې ننګونې هېرې کړي او په ګډه ساعت تېري وکړي.

د غبرګولي په ۲۰مه، دوه ځایي غېږ نیوونکي په داسې حال کې په هرات ښار کې سره سیالي کوي چې د هرات اوسېدونکي یې ننداره کوي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

د غبرګولي په ۲۰مه، دوه ځایي غېږ نیوونکي په داسې حال کې په هرات ښار کې سره سیالي کوي چې د هرات اوسېدونکي یې ننداره کوي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

د هرات په زرګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۳۰مه په هرات ښار کې ټولېږي چې د غېږ نیونې د سیالیو ننداره وکړي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات په زرګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۳۰مه په هرات ښار کې ټولېږي چې د غېږ نیونې د سیالیو ننداره وکړي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات یوه اوسېدونکي جمعه ګل چې ۸۰ کاله عمر لري او د غبرګولي په ۲۰مه راغلی چې د پهلوانۍ ننداره وکړي، وویل چې هغه ټوله اونۍ د جمعې ورځې ته انتظار کوي ترڅ، د محلي پهلوانانو سیالۍ وګوري.‌

هغه زیاته کړه، «په ځوانۍ کې زه پهلوان وم. اوس چې زوړ شوی یم او غېږه نشم نیولی، زما خوښېږي چې د ځوانو پهلوانانو د پهلوانۍ ننداره وکړم.»

هغه وویل، «ماته پهلواني له پلار نه په میراث پاتې وه، او زما دوه زامن هم محلي پهلوانان دي.‌ موږ هڅه کوو چې دا لوبه ژوندۍ وساتو او دا مشعل راتلونکي نسل ته انتقال کړو. محلي پهلواني زموږ د کلتور او تاریخ برخه ده او تل باید ژوندۍ وساتل شي.»

محلي پهلواني یو زوړ افغاني سپورټ دی چې پېړۍ پېړۍ تاریخچه لري. دا لوبه له یوه نسل څخه بل ته را لېږدېدلې او اوس هم ډېر مینه وال لري.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې محلي پهلواني د یوې ملي لوبې په توګه ثبت کړې ده.

په وروستیو میاشتو کې د هرات، کندهار او هلمند د پهلوانانو تر منځ د غېږ نیونې څو محلي سیالۍ ترسره شولې. په څو نورو ولایتونو کې هم دې ته ورته سیالۍ ترسره شوې دي.‌

د ځوانانو تر منځ مخ پر ودې لیوالتیا

د جیمونو په جوړېدلو او هغو ته د ډېرو ځوانانو په ورتګ سره، دې لوبې په وروستیو کالونو کې په هرات کې ډېره وده کړې ده.‌

په لویدیځ زون کې د غېږ نیونې د فدراسیون رییس بصیر احمد جویا وویل، په هرات کې په دې ورزش کې د لوبغاړو شمېر له ۳۰۰۰ څخه اوښتی دی.

هغه زیاته کړه، «له ۲۰ څخه ډېر محلي د پهلوانۍ جیمونه فعالیت کوي چې ځوانان په کې هره ورځ تمرین کوي.»

هغه وویل، «په هرات کې محلي غېږ نیونې له بل هر وخت څخه اوس ډېره وده کړې ده.»

جویا زیاته کړه، «د هرات د پهلوانۍ ټیم په افغانستان کې اتل ټیم دی او ‍ډېر ځلې یې په هېواد کې لومړی مقام ګټلی دی. د هرات لوبغاړو په نورو هېوادونو لکه ایران کې هم د پهلوانۍ په سیالیو کې مډالونه ګټلي دي.»

هغه وویل، محلي پهلواني د پهلوانانو او د هغو جیمونو لپاره چې هغوی په کې تمرین کوي، یوه ښه عایداتي سرچینه ده.

په هرات کې یوه محلي پهلوان سید اقا وویل، هغه خوښ دی چې د سپورټ له لارې خلکو ته خوښي او هیله ورکوي.‌

هغه زیاته کړه،‌ «له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر ځوانان او زاړه د رخصتیو په ورځو راځي او د غېږ نیونې سیالۍ ګوري او څو ساعته خوښي کوي. دغه راز، موږ هڅه کوو چې په ښه توګه په لوبې کولو سره د هغوی ساعت تېر کړو.»

هغه زیاته کړه، «محلي غېږ نیونه یوه زړه لوبه ده چې زموږ له نیکونو څخه موږ ته راپاتې ده. موږ هڅه کوو چې دې لوبې ته لا نوره وده ورکړو او راتلونکیو نسلونو ته یې انتقال کړو.»

سید اقا وویل هغه هیله من دی چې هغه او نور پهلوانان به د پخوا په څېر دا فرصتونه ولري چې په بهرنیو هېوادونو کې سیالۍ ترسره کړي.‌

په هرات کې یوه محلي پهلوان جاوېد امیري وویل چې هغه له محلي پهلوانۍ سره علاقه مندي لري او ډېره هڅه کوي چې په دې برخه کې بریا ترلاسه کړي ځکه چې دا د محمد رسول الله (ص) سنت دی.

هغه زیاته کړه، «خلک له محلي پهلوانۍ سره ‍ډېره علاقه مندي لري، او دغه کار ډېر ځوانان دې ته هڅولي چې دې لوبې ته مخه کړي. موږ ډېره هڅه کوو چې محلي پهلوانۍ ته لا نوره وده ورکړو.»

په ورزشي فعالیتونو باندې محدودیتونه

په داسې حال کې چې په هرات کې محلي پهلوانۍ وده کړې، نور سپورټونه لکه فوټبال، سایکل چلونه، واليبال،کرکټ او د کراټو لوبې له ننګونو سره مخامخ دي.

تېر کال په نړۍ والو سیالیو کې د هرات د پهلوانانو د سیالۍ پلانونه لغوه شول، او د داخلي سیالیو شمېر ډېر زیات کم شوی دی.‌

په هرات کې د سایکل چلونې د فدراسیون رییس سید عبدالله فضلي وویل، د افغانستان د سایکل چلونې ملي فدراسیون تېر کال د زمري میاشتې څخه وروسته په کابل کې منحل کړای شو، چې ورسره یاده لوبه فلج شوله.

هغه زیاته کړه، «اوس موږ په هېڅ ملي یا بین المللي سیالۍ کې برخه نشو اخیستلی، چې دغه حالت نږدې زر تنه سایکل چلوونکي له بې سرنوشتۍ سره مخامخ کړي دي.»

هغه وویل، «پخوا موږ په ملي او بین المللي سیالیو کې برخه اخیستله، خو نږدې دا یو کال کیږي چې افغان سایکل چلوونکیو په کومه سیالۍ کې برخه نده اخیستې.»

فضلي وویل، شاوخوا درې کاله مخکې، د هرات سایکل چلوونکي د خپلو سایکلونو په چلولو سره د لاجوردو په لاره ترکیې ته لاړل څو د افغانانو له خوا د سولې پیغام نړۍ ته ورسوي.

په هرات ښار کې د عبدالحی حمید په نامه یوه تکواندوکار وویل، په داسې حال کې چې هغه دوه بین المللي او څلور ملي مډالونه لري، لاکن له نږدې یوه کال راهیسې یې په یوه سیالۍ کې هم برخه نه ده اخیستې.‌

هغه زیاته کړه، «ملي سیالۍ په بشپړ ډول درېدلي دي په داسې حال کې چې لوبغاړي هېڅ داسې فرصتونه نه لري چې په بین المللي سیالیو کې برخه واخلي.»

نوموړي وویل، «پخوا به د اولمپیک ملي کمېټې په بین المللي سیالیو کې د برخې اخیستنې لپاره زموږ لپاره امکانات برابرول، لاکن اوس ټولې دروازې د افغانانو پر مخ تړلي شوې دي.»

هغه وویل، روانو حالاتو هغه نهیلی کړی او داسې انګېزه نه لري چې د پخوا په څیر خپل تمرینات وکړي.

عبدالحی وویل، «په هېواد کې وروستیو پېښو په ټولو ورزشکارانو باندې اغېز وکړ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500