تروريزم

افغانستان د داعش په مقابل کې جنګ سختوي

نجیب الله

افغان ځواکونه د جون په ۱ کابل کې په یوه نظامي کمپ کې روزنه ترلاسه کوي. چارواکي وایي چې افغانستان د داعش په وړاندې خپله جګړه سختوي. [نجیب الله]

افغان ځواکونه د جون په ۱ کابل کې په یوه نظامي کمپ کې روزنه ترلاسه کوي. چارواکي وایي چې افغانستان د داعش په وړاندې خپله جګړه سختوي. [نجیب الله]

کابل -- د افغانستان حکومت د دې له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کوي چې په افغانستان کې د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) د فعالیت مخه ونیسي.

لږ وروسته له هغه چې داعش په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د خپل حضور خبر ورکړ، کابل اعلان وکړ چې هغه به یادې ډلې ته -- چې په سوریه او عراق کې د وحشیانه کارونو په ترسره کولو کې بد نوم لري -- اجازه ور نه کړي چې په دغه هېواد کې فعالیت وکړي.

افغان ملي امنیتی ځواکونو ژر د داعش په وړاندې د جګړې کولو له پاره یو ځانګړی واحد رامنځته کړ.

د افغانستان کابینې د می په ۳۰مه د داعش په وړاندې د جګړې کولو له پاره خپل ستراتیژيک پلان تصویب کړ. د پلان جزیات نه دي څرګند شوي.

په افغانستان کې د داعش خیالات ټکول شوي

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، یو وخت داعش سخته لېوالتیا لرله چې په افغانستان کې مرکزونه جوړ کړي او په پراخه کچه کسان استخدام کړي.

نوموړي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «دغې ډلې غوښتل چې په غزني، نیمروز او ننګرهار ولایتونو او همدارنګه په افغانستان کې په یو شمېر ښارونو کې لوی لوی مرکزونه جوړ کړي، خو دغه هڅې یې بې ګټې پاتې شوې.»

هغه وویل، «داعش د افغان ملي امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې درانه زیانونه ولیدل.»

هغه وویل، د داعش قوماندانان او د هغوی په درځنونو کسان په ۲۰۱۵ کال کې په هلمند، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې ووژل شول.

وزیري وویل، د افغانستان حکومت په دې برخه کې قاطع دی چې داعش له منځه وېسي. که هغوی په هرځای کې کار کول شروع کړي... افغان ملي امنیتي ځواکونه به یې له منځه وېسي.»

د داعش پرضد عملیات په ۲۰۱۶ کال کې هم د پخوا په څېر چټک روان دي.

د رسنیو د راپورونو په اساس، د افغان ملي امنیتي ځواکونو په یو لړ تازه عملیاتو کې د داعش ګڼ شمېرغړي په ننګرهار ولایت کې ووژل شول.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د جون په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چټکو اوغښتلیو افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش لږ تر لږه شپږ تنه غړي ووژل.

دفاع وزارت وویل چې افغان ملي امنیتي ځواکونو د اپریل په میاشت کې په ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۳۹ تنه داعشي اورپکي وژلي دي.

د داعش نظریه له افغان کلتور سره تضاد لري

خلک او مبصرین وایي چې، د داعش ترهګریزه مفکوره په افغان کلتور کې ځای نه لري.

د ننګرهار یوه اوسېدونکي سلیمان محمدي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «د داعش ځواکونه ننګرهار ته راغلل او خپل ترهګریز پلانونه یې اعلان کړل چې وېره او وارخطایي یې رامنځته کړل.»

له نېکه مرغه، افغان ملي امنیتي ځواکونو داعش ته سختې ماتې ورکړې، او دې ته یې پرېنښودل چې خپل پلانونه عملي کړي.

کارپوهان وایي چې، د داعش پرضد د ستراتیژيک پلان تصویب ښيي چې حکومت به دغه ډله له نژدې څخه تعقیب کړي او وبه یې ټکوي.

یوه کابل مېشتي امنیتي کارپوه محمد حسن سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «د داعش پر ضد د یوې مشخصې نظامي ستراتیژۍ موجودیت به امنیتي پرسونل دې ته جوړ کړي چې څنګه د دغه ګروپ په وړاندې پلان ونیسي او جګړه وکړي. دا کار د عسکرو له پاره دا لا ډېره اسانوي چې د یادې ډلې په مقابل کې جګړه وکړي.»

هغه وویل، «که حکومت یوه معتبره ستراتیژي او جدي انګېزه ولري... دغه ډله به ونشي کولی چې په افغانستان کې د ځان له پاره یو مرکز ومومي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500