امنیت

تاجک مقاماتو هغه ۳ تنه چې له محبس څخه تښتېدلي ول او غوښتل یې چې له داعش سره یوځای شي، ووژل

ندین بهرام

تاجک اورپکي په یوه انځور کې چې په جون کې آنلاین خپور شوی دی د سوریې په حلب کې لیدل کیږي. [د اودنو کلاسنیکي عکس چې ندین بهرام ترلاسه کړی دی]

تاجک اورپکي په یوه انځور کې چې په جون کې آنلاین خپور شوی دی د سوریې په حلب کې لیدل کیږي. [د اودنو کلاسنیکي عکس چې ندین بهرام ترلاسه کړی دی]

خوجند، تاجکستان -- تاجک امنیتي ځواکونو، په وروستیو وختونو کې درې تنه هغه کسان چې له محبس څخه تښتېدلي ول او غوښتل یې چې د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) سره یو ځای شي، ووژل.

د محبس د ماتېدلو پېښه د جون په ۱۷مه د سغد ولایت په خوجند کې وشوه. درې واړه تښتېدونکي په داسې حال کې چې لا د محبس په ساحه کې ول وویشتل شول او ووژل شول. یوازې یو وتوانېد چې له سیمې څخه وتښتي.

د مقاماتو په وینا، درېیم تښتېدلی کس د جون په ۱۹مه د سغد ولایت په بوبوجان غفوروف ولسوالۍ کې ووژل شو.

په نه سبب د یوه ساتونکي وژل

د دولت د جزا ورکولو د څانګې مشرعزت اولو شریف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې یادو درې کسانو خپل بد شګونه پروګرام د جون په ۱۷مه د ماسختن پر وخت د چاقو په واسطه د یوه ساتونکي په سختو وهلو سره شروع کړ.

شریف وویل چې، ساتونکی چې یارمامد علي مامدوف نومېده روغتون ته په لاره مړ شو.

شریف وویل چې د یوه بل څارو ساتونکي چې د څار په برج کې ناست و برکت و چې دغه توطیه په چټکۍ سره څرګنده شوه.

ساتونکي په درې تښتېدونکيو باندې ډزې وکړې چې یو یې ځای په ځای وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل. یوه ټپي شوي تښتېدونکي منډه واخیسته او کلیو کې پټ شو، خو مقاماتو بل ژوندی پاتې شوی کس ژر ونیو. نوموړي د جون په ۲۵مه د جزا د ادارې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

هغه یوازې تښتېدلی کس چې د محبس له ساحې څخه وتلی و ډېر لیرې نه وو تللی.

شریف وویل چې د جزا ادارې د کورنیو چارو وزارت سره په ګډه تښتېدلی کس په بوبوجان غفوروف ولسوالۍ کې پیدا کړ، او زیاته یې کړه چې، «تښتېدلی تورن کس د جون په ۱۹مه په ډزو ووژل شو.»

له داعش سره د یوځای کېدلو ارادې

د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې چې غوښتل یې نوم یې یاد نشي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې دغو درې واړو تښتېدلو کسانو غوښتل چې له داعش سره یوځای شي. یادې منبع دا خبره په روغتون کې د بستر شوي په مرګوني ډول ټپي شوي بندي له خولې وکړه.

آر آی ای (IRA) د جون په ۱۸مه د دولت د ملي امنیت د کمېټې (GKNB) د یوه چارواکي له قوله وویل چې، د هغوی په پام کې نیول شوی ځای افغانستان وو.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې دغو درې تنو غوښتل چې «د تاجکستان او قرغزستان تر منځ د اوږده، نه په نښه شوي او بې ساتونکيو سرحد څخه تېر شي او وړاندې افغانستان ته ځانونه ورسوي.»

سرچینې زیاته کړه چې د دغو بندیانو له ډلې څخه دوه تنه یې سخت افراطیان ول. ۳۰ کلن میرزو کیوموف په عراق کې په جګړه کې د برخه اخیستنې له امله په تېر ډسمبر کې په ۱۴ کاله حبس محکوم شوی و. دا هغه بندي وو چې د محبس په ساحه کې دننه مړ شو.

د کورنیو چارو د وزارت سرچینې وویل چې، «کیوموف په عراق کې له داعش سره د جګړې روزنه اخیستې وه. وروسته هغه بېرته تاجکستان ته راغی... د دې پرځای چې ځان مقاماتو ته وسپاري، هغه په بېرته راستنېدلو سره ځان پټ کړ...که چېرې هغه خپل ځان د کورنیو چارو وزارت کې ثبت کړی وای، هغه به بخښل شوی وای.»

۲۷ کلن راموزول خان دودوخونوف یا هغه بندي چې په بوبوجان غفوروف ولسوالۍ کې په ډزو کې ووژل شو د ۲۰۱۳ کال په جنورۍ کې په ۲۰ کاله حبس محکوم شوی و.

دودوخونوف د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د اورپکو ترڅنګ جګړه کړې وه.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې، دودوخونوف «د هغو درې ترهګرو له ډلې څخه تر ټولو خطرناک ګڼل کېده، ځکه چې هغه څو کاله په وزیرستان کې د جګړې روزنه اخیستې وه. له وزیرستان څخه وطن ته په راستنېدلو سره هغه خپل مور او پلار ته ورستون نشو...مونږ هغه ځکه خطرناک ګڼلو چې هغه د خپلې تجربې تر څنګ یو چاقو هم درلود.»

۳۶ کلن بندي حبیب جان یوسپوف چې په خوجند روغتون کې مړ شو د ۲۰۱۳ په اکتوبر کې په ۲۰ کاله حبس محکوم شوی و. هغه په ۲۰۰۳ کال کې په خوجند کې یو صراف لوټ کړی او وژلی و.

د کورنیو چارو د وزارت سرچینې وویل، سره له دې چې یوسپوف یو عام مجرم و او ترهګر نه و، «هغه لږ خطرناک نه و. هغه له قتل څخه وروسته تر ۱۰ کلونو پورې په خوجند کې پټ شوی و. هغه محبس ته له تګ څخه وروسته تصمیم ونیو چې له داعش سره یوځای شي.»

تاجک قانون نافذوونکیو خپل مهارتونه وښودل

د تاجکستان جمهوریت د جمهور رییس تر لارښوونې لاندې د ستراتیژیکو تحقیقاتو د مرکز رییس خدای بیردي خالق نظر سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې، د محبس د دېوالونو تر منځ د افراطیانو استخدام د تاجکستان د قانون نافذوونکیو له پاره یوه ستونزه ګرځېدلې ده.

هغه وویل چې، د افراطي ګروپونو له پاره استخداموونکیو ډلو له خپلو وړتیاو څخه په کار اخیستنه په محبسونو کې کار پيل کړی دی او زیاته یې کړه چې هغوی نور بندیان په خپلو لیکو کې استخداموي.

خالق نظر وویل، «مونږ څېړنې کړې دي. استخداموونکي په قصدي ډول داسې جرمونه ترسره کوي چې هغوی پرې محبسونو ته لاړ شي... هغوی د نورو بندیانو مغزونه وینځي، او هغوی دې ته هڅوي چې له ترهګرو ډلو سره یوځای شي.»

خو کتونکي هغه سرعت د پام وړ ګڼي چې په هغه سره تاجک قانون نافذوونکیو د دودوخونوف پل پسې واخیست. دا هغه یوازنی تښتېدونکی کس وو چې د محبس له ساحې څخه وتلی و.

په دوشنبه کې مېشت د امنیتي چارو سلاکار کودیر اتو ولویېف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «د محبس د ماتېدا په نتیجه کې د وضعې د خطري کېدا له امله قرغزستان د خپلو سرحدونو امنیت ټینګ کړ. خو زمونږ امنیتي افسرانو پرېنښودل چې دغه مجرم ډېر لیرې لاړ شي. دا ښیي چې هغوی څومره ښه تربیه کړای شوي دي.»

په سغد ولایت کې عام خلک غلي دي.

د خوجند یوې اوسېدونکې سورو سردورووا سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «پولیس په ټولو لویو او وړو لارو باندې موجود دي. یو ټپي ترهګر نشي کولی چې په داسې حالت کې ډېر لیرې لاړ شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500