ټولنه

افغان ځوانان، مدني ټولنه له سرتېرو څخه ملاتړ څرګندوي

اعزازالله

افغان مېرمنې په کابل کې د جون په میاشت کې د اردو د یوه افسر د بیانیې پر وخت یادښتونه اخلي. ځوانانو او د مدني ټولنې سازمانونو د اردو د کابل دفتر څخه لیدنه وکړه چې له افغان سرتېرو سره خپل ملاتړ وښیي. [اعزازالله]

افغان مېرمنې په کابل کې د جون په میاشت کې د اردو د یوه افسر د بیانیې پر وخت یادښتونه اخلي. ځوانانو او د مدني ټولنې سازمانونو د اردو د کابل دفتر څخه لیدنه وکړه چې له افغان سرتېرو سره خپل ملاتړ وښیي. [اعزازالله]

کابل -- چارواکي وایي چې ځوانانو او د مدني ټولنې سازمانونو له افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند، او د سرتېرو مورال اوچت کړ.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «له افغاني ټولنې څخه د ملاتړ را څرګنده شوې څپه په ټول افغانستان کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د مورال اوچتولو ته دوام ورکوي.»

د تېر کال په جریان کې، یو زیات شمېر افغانان له افغان ملي اردو سره یوځای شول او هم دې ته راووتل چې په عمومي توګه د هېواد د ساتلو او خوندي کولو په برخه کې د افغان ملي اردو د هڅو ملاتړ وکړي.

وزیري وویل، «افغان ځوانانو او د مدني ټولنې غړو ته د جون په اوایلو کې د افغان ملي اردو د ۱۱۱مې پلې فرقې له خوا هرکلی وویل شو، چې هلته هغوی له افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.»

د افغان ملي امنیتي ځواکونو د اتلانو ستاینه

هغه وویل، «د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مذهبي علماوو او د ولسي مشرانو په څېر، دا ځل ځوانانو او د مدني ټولنې غړو له خپلو اتلانو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.»

وزیري خبریالانو ته وویل، دغه پروګرام دومره اهمیت درلود چې سرپرست دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي او د ۱۱۱ پلې فرقې قوماندان تورن جنرال عبدالناصر ضیائي په کې برخه اخیستې وه.

د پروګرام په جریان کې، د افغانستان د ځوانانو د مدني ټولنې مشر فردین فدایي د ولس د خوندیتابه په برخه کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د منسوبینو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې.

فدایي سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ په ټولو ښارونو او کلیو کې موجوده سوله او امنیت ټولو افغانانو ته زمونږ اتلانو راوړی دی؛ چې د هغوی له هڅو څخه پرته به نه سوله وه او نه انکشاف، مونږ نن دلته د دې له پاره راغلي یو چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو.»

فدایي سرتېرو ته په خبرو کې وویل، «تاسو زمونږ زړونه وګټل؛ تاسو د ملت له خوا د یوې لویې سلامۍ مستحق یئ. مونږ ټول دلته د دې له پاره راغلي یو چې دا کار وکړو.»

هغه وویل، «مونږ به هېڅکله هم تاسو یوازې پرې نه ږدو او مونږ به تر پایه پورې له تاسو سره اوسو.»

د ۱۱۱مې پلې فرقې بریدمن صفت الله ساپي له ځوانانو او د مدني ټولنې غړو څخه د هغوی د ملاتړ له امله مننه وکړه.

هغه په پروګرام کې وویل، «دا چې مونږ خپل ورونه او خویندې دلته ګورو دا ښیي چې مونږ د خپلو خلکو پوره ملاتړ له ځانونو سره لرو. مونږ به خپل خلک د سولې د دښمنانو له شر څخه خوندي وساتو.»

هغه وویل، د افغانانو د ملاتړ په ډېرېدلو سره، هغه زامن او لوڼې چې په افغان ملي امنیتي ځواکونو کې خدمت کوي له بل هر وخت څخه ډېر مصمم دي چې د سولې دښمنانو ته ماتې ورکړي، او زیاته یې کړه چې، «مونږ ستاسو له منځ څخه راټوکېدلي یو. مونږ به خپل ژوند قربان کړو چې خپل هېواد او ولس خوندي وساتو.»

افغانان د سولې د دښمنانو پرضد سره یوه خوله دي

د افغان مدني ټولنې یوې بلې غړې فوزیه رحیمي د سولې په رامنځته کولو او یاغیانو ته د ماتې ورکولو په برخو کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د کار په هکله قناعت څرګند کړ.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه خدای تعالی ته دعا کوم چې زمونږ افغان ملي امنیتی ځواکونه خوندي وساتي او بری ور په برخه کړي،» او زیاته یې کړه چې د هغوی د سخت کار نتیجه ده چې «مونږ کولی شو خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږو او خپلې وظیفې په سوله ییز ډول ترسره کړو.»

«مونږ د سولې په راوستلو او دښمنانو ته د ماتې ورکولو په برخه کې ستاسو په هڅو باور لرو. خدای پاک دې تاسو او افغانستان خوندي لري.»

جنرال حبیبي له راغلیو کسانو څخه د هغوی د ملاتړ له امله مننه وکړه، او ویې ویل چې «دا د افغان ملي امنیتي ځواکونو د بریالیتوب له پاره ډېر هڅوونکی دی.»

هغه وویل، «د هېواد زامن او لوڼې چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې جګړه کوي، پوهېږي چې هغوی به په دې بریالي شي چې د سولې دښمنانو ته ماتې ورکړي ځکه چې تاسو په هغوی باندې باور لرۍ.»

حبیبي افغان ځوانان وهڅول او له میندو او پلرونو څخه یې وغوښتل چې خپل زامن او لوڼې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې کار کولو ته ور ولېږي.

تورن جنرال ضیائي له افغان ملي امنیتی ځواکونو څخه ډېرېدونکی ملاتړ «د افغانانو د زړونو ترلاسه کول» په توګه یاد کړ.

هغه وویل، «د هېواد په بېلابېلو برخو کې مذهبي علماوو او ولسي مشرانو، او اوس ځوانانو او د مدني ټولنې غړو له افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ. له افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ د سولې د دښمنانو په زړونو کې لا ډېره وېره رامنځته کوي او هغوی د جګړې په ډګر کې ماتې خوري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام... د افغانستان د خوندي کولو وظیفه اوس د هېواد د امنیتي ځواکونو په لاسونو کې ده. تر دې دمه، حکومت په دې کې پاتې راغلی دی چې هغوی ته له اړتیا سره سمه مرسته او متمم تجهیزات برابر کړي.

ځواب ورکړئ