تروريزم

په کابل کې په پوهنتون حمله په پراخه کچه وغندل شوه.

اعزازالله

ویرجن خلک د اګست په ۲۵مه د ننګرهار ولایت په بېسودو ولسوالۍ کې د پوهنتون د استاد نقیب احمد خپلواک په جنازه کې راټول شوي دي. خپلواک تر دې یوه ورځ مخکې په کابل کې ووژل شو. [اعزازالله]

ویرجن خلک د اګست په ۲۵مه د ننګرهار ولایت په بېسودو ولسوالۍ کې د پوهنتون د استاد نقیب احمد خپلواک په جنازه کې راټول شوي دي. خپلواک تر دې یوه ورځ مخکې په کابل کې ووژل شو. [اعزازالله]

کابل -- افغان چارواکي په کابل کې د یوه پوهنتون د ودانۍ خواوشا ۱۰ ساعته قبضه د افغانستان په راتلونکي باندې د یوې حملې په توګه غندي.

ترهګرو د اګست په ۲۴مه د مازدیګر په خواوشا ۶:۳۰ بجو په ودانۍ حمله وکړه، د یوه موټر بم په وسیله یې دروازه ماته کړه، او بیا یې د ډزو او ګرنیټونو په وسیله له امنیتي ځواکونو سره جګړه شروع کړه.

جګړې د اګست د ۲۵مې تر سهار وختي هغه وخت پورې دوام وکړ چې افغان ځواکونو اعلان وکړ چې هغوی ټول یاغیان وژلي دي.

لږ تر لږه ۱۳ تنه ووژل شول.

افغان جمهور رییس اشرف غني دغه ډلوژنه په کلکه وغندله، او د هېواد په تعلیمي موسساتو او عامه ځایونو باندې د حملې په توګه یې یاده کړه. خو، هغه وویل چې، دا به «د ترهګرۍ د ریښو د اېستلو له پاره زمونږ هدف قوي کړي.»

د غني دفتر وویل چې هغه په روغتون کې د پېښې له ژوندي پاتې شویو کسانو سره ولیدل او غمجنو کورنیو ته یې تسلیت وویل.

غني وویل چې د افغان ملي اردو او د ملي پولیسو ځواکونه هره ورځ د ترهګرۍ د له منځه وړلو له پاره جګړه کوي او قربانۍ ورکوي، او زیاته یې کړه چې افراطیت او ترهګري یوازې د افغانستان نه بلکې د ټول بشریت دښمنان دي.

د افغانستان په راتلونکي باندې حمله

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ترهګرو داسې وښودله چې د ټول هېواد په تعلیمي سیستم او په راتلونکي باندې حمله کوي.

هغه وویل، «طالبان نه غواړي چې افغانستان دې نېکمرغه وي او نه غواړي چې ځوانان دې لوړې زده کړې ترلاسه کړي.»

د کابل د امنیې قوماندان عبدالرحمان رحیمي د هغو ۱۳ تنو افغانانو په هکله چې مړه شوي ول معلومات ورکړل.

هغه وویل، په هغوی کې « ۷ تنه د پوهنتون محصلان، ۲ تنه د پوهنتون امنیت ساتونکي، ۱ د په سترګو معیوبو کسانو د حرفوي عالي ښوونځي چارواکی او ۳ تنه عسکر شامل ول.»

هغه وویل، «نور ۳۵ تنه محصلان ژوبل شول، او د یو شمېر هغو حالت نازک دی.»

محصلان د مرستې غوښتنه کوي

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې افغان ملي پولیسو هغو خواوشا ۷۵۰ تنو محصلانو ته نجات ورکړ چې د پوهنتون په ودانۍ کې ایسار شوي ول.

هغه سلام ټایمز ته وویل چې، «یاغیان د په سترګو معیوبو زده کوونکیو د حرفوي عالي ښوونځي د ودانۍ له لارې د پوهنتون انګړ ته ورننوتي ول،» او زیاته یې کړه چې د ښوونځي له لارې هغوی خپل دروازه ماتوونکي موټر بم ته لاره جوړه کړې وه.

هغه وویل چې ۹ تنه پولیس افسران په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.

هغه خبریالانو ته وویل چې، «د مړو اکثرکسان د هغوی د صنفونو د کړکیو له لارې د ټوپکو په ډزو وژل شوي دي.»

دغې حملې د ایسار شویو محصلانو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې له مایوسۍ ډکې غوښتنې راپورته کړې.

یو محصل محمد انیل قاسم په ټوېټر او فیس بک ولیکل، «هغوی پر مونږ ډزې کوي. هیله ده چې یو څوک پولیسو ته زنګ ووهئ. هغوی صنفونو ته ګرنېټونه را غورځوي.»

د قاسم ورور محمد شفیق سلام ټایمز ته وویل چې هغه له پست څخه نژدې ۳۰ دقیقې وروسته وویشتل شو خو ټپ یې مرګونی نه وو.

طالبان او داعش غواړي چې خلک بې تعلیمه پاتې شي

که څه هم چې هېڅ ډلې تر اوسه پورې د مسؤلیت ادعا نه ده کړې، خو د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي یې پړه پر طالبانو او داعش ورواچوله.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «هغوی محصلان ول، بې ګناه نجونې او هلکان، خو د افغانستان د خلکو دښمنانو په هغوی باندې حمله وکړه. هغه یوه له شرمه ډکه حمله وه او طالبانو او داعش بیا ثابته کړه چې هغوی په بشریت یا اسلام باندې عقیده نه لري.»

د پارلمان یوه بل غړي عبدالقادر ځدراڼ وویل، «دا پوهنتون د افغانستان د لوړو زده کړو د موسساتو په منځ کې یو د لوړې کچې پوهنتون دی. طالبان غواړي چې زمونږ مجرب استادان ووژني.»

د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردک وویل چې یاغیان په ښوونه او روزنه باندې ځکه حمله کوي چې هغوی غواړي چې خلک جاهل اوسي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که مونږ تعلیم لرونکي خلک ولرو، هغوی به نورو ځوانانو او زمونږ ماشومانو ته ښوونه وکړي. یاغیان به داسې څوک ونه لري چې د خپلو ګټو له پاره یې د افغانستان د خلکو پر ضد وکاروي.»

هغه وویل، «طالبان او داعش غواړي چې خلک بې تعلیمه پاتې شي چې هغوی کولی شي چې د خپلو شریرو کارونو له پاره یې استعمال کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500