زده کړه

د پکتیکا ولایت په دې کار کوي چې د سواد زده کړه او په ښوونځیو کې شمولیت زیات کړي

د سلیمان راپور

د پکتیکا والی الیاس وحدت د مارچ په ۲۰مه په مټاخان ولسوالۍ کې کور په کور د ښوونې او روزنې د یوه کمپاین مشري کوي چې خلک دې ته تشویق کړي چې خپل زامن او لوڼې په ښوونځیو کې شامل کړي. [سلیمان]‌

د پکتیکا والی الیاس وحدت د مارچ په ۲۰مه په مټاخان ولسوالۍ کې کور په کور د ښوونې او روزنې د یوه کمپاین مشري کوي چې خلک دې ته تشویق کړي چې خپل زامن او لوڼې په ښوونځیو کې شامل کړي. [سلیمان]‌

پکتیکا،‌ افغانستان -- د پکتیکا ولایت چارواکي کورنۍ دې ته تشویقوي چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.

د ښوونې او روزنې کمپاین چې د ولایت د والي الیاس وحدت له خوا د مارچ په ۲۰مه پیل شوی وو، به د اپریل تر ۱۹مې پورې په دې هدف روان وي چې خلک د ښوونې او روزنې د اهمیت په هکله خبر کړي.‌

وحدت سلام ټایمز ته وویل، «زه، او له ما سره نور محلي مقامات، د مدني ټولنې فعالان او قومي مشران په مټاخان ولسوالۍ کې، یو کور په کور کمپاین پرمخ وړو چې د ساینس، علم، او پرمختګ په هکله ځایي خلکو ته معلومات ورکړو او هغوی دې ته تشویق وکړو چې خپل ماشومان -- هلکان او نجونې په برابر ډول -- ښوونځیو ته ولېږي.»‌

هغه د کمپاین په اوله ورځ وویل، «مونږ د خلکو له غټ، مثبت غبرګون سره مخامخ شو.‌ د دې ولسوالۍ اوسېدونکو له زده کړو سره ډېره مینه وښوده،‌ او هغوی وعده وکړه چې خامخا به خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.»

هغه وویل،‌ «کلتوري او دودیزو محدودیتونو دا کورنۍ له دې نه منع کړې وې چې خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي. خو مونږ ګورو چې یو کلتوري انقلاب راغلی دی.»‌

والي د افغانستان په نړیوالو متحدانو غږ وکړ چې «ښوونې او روزنې ته لا نوره توجه وکړي او له دغه سکټور سره مرسته وکړي» ځکه دا یوه داسې لاره ده چې کېدای شي چې په هېواد کې جګړه، تاوتریخوالی او افراطیت پرې پای ته ورسېږي.

ښوونه او روزنه یو روښانه مستقبل راوړي

د پکتیکا د ښوونې او روزنې ریاست رییس محمد نسیم واجد له والي سره د کمپاین په ترسره کولو کې برخه لرله.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ دا کمپاین کورنیو او د هغوی ماشومانو ته د کتابچو او قلمونو په ورکولو سره پیل کړ. مونږ هغوی ته وویل چې،‌ د دې لپاره چې د هغوی زامن او لوڼې یو روښانه مستقبل ولري، هغوی باید ښوونځیو ته ولېږل شي چې علم زده کړي.»‌

هغه وویل،‌ «څو میاشتې مخکې، د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره،‌ ۵۵ نجونې په اورګون، ښرنه او خیرکوټ ولسوالیو کې له ښوونځیو څخه فارغې شوې.‌ او ۳۰۰۰۰ ښځینه زده کوونکې په دې ولایت کې ښوونځیو ته ځي، چې دا د خلکو په فکرونو او نظرونو کې یو غټ بدلون ښیي.»

واجد وویل، «په ټول پکتیکا ولایت کې ۳۵۰ فعال ښوونځي موجود دي، په داسې حال کې چې کار روان دی چې ۲۰ نور ښوونځي هم پرانستل شي.»‌

هغه وویل، په پام کې ده چې ۸۰۰ نورې نجونې هم د پکتیکا ولایت په پنځو ولسوالیو کې په عامه ښوونځیو کې د سواد زده کړې په کورسونو کې شاملې کړای شي. نوموړي وویل، «د دې د تمویل لګښت یونیسېف، سویډني انسټیټیوټ او نړیوال بانک پرغاړه اخیستی دی.»‌

د بې سوادۍ په وړاندې مبارزه

د ښوونې او روزنې وزارت د سواد زده کړې د چارو مرستیال سردارمحمد رحیمي وویل، بې سوادي د افغانستان لپاره له لویو ننګونو څخه یوه ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دې ټکي په پام کې نیولو سره چې د افغانستان اکثر خلک، په ځانګړې توګه د لیرې پرتو ولایتونو اوسېدونکي، بې سواد دي، د داسې کمپاینونو ترسره کول چې بې سوادي له منځه وېسي او خلک دې ته تشویق کړي چې د ښوونې او روزنې په پروسه کې برخه واخلي د هېواد لپاره یو حیاتي ګام دی.»‌

هغه وعده وکړه چې،‌ «وزارت به د دغو کمپاینونو ملاتړ وکړي، چې په ټول هېواد کې ترسره شي.»‌

هغه وویل، «د بې سوادۍ له منځه وړل او خلک دې ته تشویقول چې ساینس زده او علم حاصل کړي د ټولو حکومتي او غیرحکومتي موسساتو وظیفه ده.»‌

یوه ۴۰ کلن ښوونکي او د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالماجد خان وویل، «بې سوادي او د علم نشتوالی زمونږ د ولایت لپاره د دې سبب شوي چې وروسته پاتې شي او پرمختګ ونه کړي.»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په حقیقت کې د علم نشتوالی د افراطیت، جګړو، شخړو او ټولو هغو بدبختیو سبب ګرځي چې مونږ ورسره مخامخ یو.‌ زه وعده کوم چې زه به خپل لوڼې او زامن ښوونځي ته ولېږم چې له داسې خطر او بدبختۍ څخه یې وژغورم.»‌

هغه وویل،‌ «سربېره پر دې، زه به له نن ورځې څخه د سواد زده کړې په دې کمپاین کې برخه اخلم.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500