تروريزم

افغانستان د داعش د خراسان د مشر مرګ تایید کړ

د ای اېف پي او سټاف راپور

افغان امنیتي پرسونل د ۲۰۱۷ د اپریل په ۲۸مه د جلال اباد په لمنه کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې په پیره ولاړ دي. د افغان چارواکو په وینا،‌ د داعش د خراسان ولایت مشر عبدالحسیب د اپریل په میاشت کې، څو ورځې وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو پوځ په سیمه کې د داعش په پټنځایونو باندې خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم واچاوه او لږ تر لږه ۹۰ تنه اورپکي یې په کې ووژل، په ننګرهار ولایت کې وژل شوی وو.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]‌

افغان امنیتي پرسونل د ۲۰۱۷ د اپریل په ۲۸مه د جلال اباد په لمنه کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې په پیره ولاړ دي. د افغان چارواکو په وینا،‌ د داعش د خراسان ولایت مشر عبدالحسیب د اپریل په میاشت کې، څو ورځې وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو پوځ په سیمه کې د داعش په پټنځایونو باندې خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم واچاوه او لږ تر لږه ۹۰ تنه اورپکي یې په کې ووژل، په ننګرهار ولایت کې وژل شوی وو.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]‌

کابل -- افغان چارواکو او ایتلافي ځواکونو د دوشنبې په ورځ / د می ۸ مه/ تایید کړه چې په افغانستان کې د داعش مشر چې ویل کیږي په کابل کې د لویو حملو ترشا یې لاس درلود -- وژل شوی دی.‌

د افغان ولسمشر ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل،‌ چې د داعش د خراسان ولایت مشر د اپریل په میاشت کې په ننګرهار ولایت کې د ځانګړیو ځواکونو په یوه هدفي حمله کې ووژل شو.‌

چارواکو وویل، چې حسیب د داعش د خراسان ولایت دویم مشر وو چې له ۹ میاشتو څخه په لږ وخت کې د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا ووژل شو.‌ نوموړی څو ورځې وروسته له هغه ووژل شو چې متحده ایالاتو په عین سیمه کې د داعش په پټنځایونو باندې خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم وغورځاوه.‌

حسیب د روغتون په ډلوژنه پړ ګڼل شوی وو

چارواکي وایي، چې حسیب د سردار داودخان روغتون په شمول په کابل کې په وحشیانه بریدونو کې لاس درلود. په یاده حمله کې بریدګرو په چپرکټونو پراته ناروغان په چاقوګانو ووهل او په ګڼه ګوڼه لرونکو وارډونو کې یې لاسي بمونه ور وغورځول او لږ تر لږه ۵۰ کسان یې ووژل.‌

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼې وویل،‌ چې «هغه په روغتون باندې د دغې حملې امر کړی وو»، او زیاته یې کړه چې کابل به د داعش او نورو افراطي ګروپونو پر ضد تر هغه وخته جګړه وکړي «چې هغوی له منځه وېوړل شي».‌

د داعش په ګڼو نورو وحشتونو کې یو په تېر نومبر کې په کابل کې په یوه جومات باندې ځانمرګی بمي برید وو چې له ۳۰ نه ډېر شیعه مسلمانان په کې ووژل شول.‌

په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال جان نکلسن د حسیب مړینه تایید کړه او اخطار یې ورکړ چې،‌ «د داعش هر غړی چې افغانستان ته راځي هغه به له ورته برخلیک سره مخامخ شي.»‌

هغه وویل،‌ «دا د داعش د خراسان دویم امیر دی چې مونږ په تېرو ۹ میاشتو کې د هغوی له لسګونو مشرانو او سلګونو جنګیالیو سره یوځای وواژه.»‌

لومړی، حافظ سعید،‌ د جولای په میاشت کې په ننګرهار کې د متحده ایالاتو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.‌

په کابل کې مېشت تحلیلګر احمد سعیدي وویل، «د افغانستان په ختیځ کې د داعش لسګونه جنګیالي وژل شوي دي،» او اخطار یې ورکړ چې د حسیب پرځای به ژر بل کس مقرر شي.‌

د داعش د خراسان سلګونه غړي وژل شوي دي

د ناټو ویاند جګړن بېل سالوین وروسته د حملې په هکله تفصیلات ورکړل، او ویې ویل چې په هغې کلا کې چې حسیب ووژل شو ښځې او ماشومان هم موجود ول.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «بریدګر ځواک وکولی شوای چې ښځې او ماشومان په خوندي توګه له جنګیالیو څخه جلا کړي او دا چې ملکي تلفات پېښ نه شول.»‌

هغه وویل چې،‌ د مارچ له ۳۱مې راهیسې چې حمزه عملیات شروع شوي د داعش «له ۵۰۰ نه ډېر» اورپکي وژل شوي دي،‌خو دا یې ونه ویل چې څومره پاتې دي.‌

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د اپریل په ۲۸مه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش د تلفاتو شمېر په بې سابقې ډول مخ په ډېرېدلو دی،»

وزیري وویل،‌ «‌د هغو افغانانو اکثریت چې له داعش سره یې بیعت کړی وو وژل شوي دي. په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه له منځه تللو ته نژدې شوې ده.»

د داعش خراسان څانګه چې په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې راڅرګنده شوه د پاکستان پولې سره نژدې د ننګرهار او کونړ ولایتونو پراخې ساحې یې ونیولې.

خو د ایتلافي ځواکونو له خوا د ورکړو معلوماتو په اساس،‌ ورپسې پوځي عملیاتو، د جګړې په ډګر کې زیانونو او تښتېدنو د داعش د غړو ځایي حضور له ۳۰۰۰ څخه په اعظمي توګه ۸۰۰ ته راټیټ کړی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500