پېښور-- له پاکستان څخه د کډوالو افغانانو د ستنېدنې پر وخت، هغه افغان زده کوونکي چې په پاکستان کې یې لوړې زده کړې کولې خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ ول.
په ۲۰۱۶ کال کې، ۳۷۰ زره افغان کډوال چې په پاکستان کې زېږېدلي بچیان او لمسیان هم په کې شامل ول، افغانستان ته ستانه شول.
خو اوس داسې ګامونه اخیستل کیږي چې له افغان زده کوونکیو سره مرسته وشي چې په پاکستان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
دا مهال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون په دې هکله خبرې اترې کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښوونې او روزنې په برخه کې د همکارۍ په لار کې موجود خنډونه له مخې لیرې کړي.
![یوه افغانه ښځه د اګست په ۱۹مه په پېښور کې د افغان زده کوونکیو لپاره د یوه ښوونیز پروګرام کوربه توب کوي. [دانش یوسفزی]](/cnmi_st/images/2017/08/25/9337-Afghanstudents2-585_329.jpg)
یوه افغانه ښځه د اګست په ۱۹مه په پېښور کې د افغان زده کوونکیو لپاره د یوه ښوونیز پروګرام کوربه توب کوي. [دانش یوسفزی]
له موجودو ستونزو څخه یوه دا ده چې افغان زده کوونکي کولی شي چې پاکستان ته یوازې د کتنې په وېزه راشي په داسې حال کې چې دغه وېزه یوازې یوه میاشت وخت لري.
د پاکستان حکومت، د خیبر پښتونخوا حکومت سره په همکارۍ کې، هم په دې برخه کې ګامونه اخلي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو د وزارت د اړوندې ادارې رییس عبدالحمید جلیلي وویل، د پاکستان حکومت په پاکستاني تحصیلي موسساتو کې د افغان زده کوونکیو لپاره ځایونه برابر کړي او سکالرشپونه وړاندې کړي دي.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د پوهنتون او کالج په سطحه د افغان زده کوونکیو د ستونزو د هواري لپاره به اسانتیاوې برابرې کړای شي ځکه چې هغوی د افغانستان راتلونکی جوړوي،»
هغه د پاکستان د لوړو زده کړو د کمېسیون او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت تر منځ د احتمالي هوکړې په هکله د خبرو کولو پر وخت وویل، «هغه به یوه سخته پروسه وي خو په دې کې شک نشته چې هغه به په اوږده موده کې ګټې ولري،»
ستونزې د فبرورۍ په میاشت کې هغه وخت پیل شوې چې پاکستان پرېکړه وکړه چې افغان اتباعو ته د ښوونې او روزنې، ماهرو کارګرو، سوداګرۍ او د پولې دواړو غاړو ته د واده لرونکیو تر څلورو کټګوریو لاندې وېزې صادرې کړي.
پاکستان د روان کال په لومړیو کې افغان زده کوونکیو ته له ۳ زرو څخه د ډېرو سکالرشپونو په ورکولو سربېره په افغانستان کې د پوهنتونونو د ظرفیت جوړونې لپاره یو پروګرام هم پیل کړ.
هغه وخت د پاکستان ولسمشر ممنون حسین وویل، د دغو سکالرشپونو هدف دا دی چې افغان زده کوونکیو ته عین په داسې یوه سطحه ښوونیز فرصتونه برابر کړای شي چې پاکستاني زده کوونکي یې لري.
اسانتیا موجوده ده
داود جبارخېل چې یو ۴۸ کلن افغان دی او په پېښور کې اوسېږي، وویل، د لومړي ښوونځي زده کوونکي یوازې دې ته اړتیا لري چې د خپلو میندو پلرونو د هویت کارتونه وښیي.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «زمونږ ماشومان کولی شي چې په اسانۍ سره په هر ښوونځي کې، که حکومتي وي یا شخصي، داخله وکړي،»
هغه وویل، په لومړني ښوونځي کې د شمولیت لپاره، افغان زده کوونکي اړ دي چې یوازې د خپلو میندو/پلرونو د هویت کارتونه وښیي.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، دا هڅې به «زمونږ د ځوانانو او هېوادوالو لپاره یو روښانه راتلونکی» مطمئن کړي.
هغه وویل، «د لسیزو اوږدې جګړې په واسطه د ویجاړ شوي هېواد د بیاجوړونې او په سیمه کې د سولې د راوستلو لپاره، د افغان زده کوونکیو لپاره د باکیفیته ښوونې او روزنې اهمیت او ښوونې او روزنې ته د لاسرسي لارې چارې له پامه نشي غورځول کېدلی،»
په پېښور کې د انجنیرۍ او ټکنالوجۍ پوهنتون (یو اي ټي) د سافټ ویر انجنیرۍ د څانګې یوه افغان زده کوونکي نصرالله وویل، د افغان اتباعو لپاره سکالرشپونه او ځانګړي شوي سیټونه د افغانستان د راتلونکي د پرمختګ د یقیني کولو په برخه کې یو حیاتي رول لوبوي.
نصرالله پاکستان فارورډ ته وویل، «په پاکستان کې ښوونځي، کالجونه او پوهنتونونه د افغان زده کوونکیو لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی ځکه چې هغوی کولی شي په اسانۍ سره ورته ورسېږي. زمونږ زده کوونکي په افغانستان کې د ښوونې او روزنې لږ چانسونه لري.»
د ځینو لپاره ستونزه
دا په داسې حال کې ده چې د افغان کډوالو په ستنېدا سره، ډېرو زده کوونکیو په پاکستان کې تحصیلي موسسات پرېښي او افغانستان ته ستانه شوي دی.
په پېښور کې د یوه خصوصي ښوونځي خاوند فیاض خلیل وویل، په ۲۰۱۵ کال کې د هغه په ښوونځي کې ۵۲ افغان زده کوونکیو لوست کاوه.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «اوس هلته یوازې دوه تنه افغان زده کوونکي درس وایي. د هغوی شمېر په ډراماتیک ډول هغه وخت راکم شو چې د هغوی کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې.»
هغه زیاته کړه، «د هغوی ډېر شمېر د هغوی له خوښې څخه پرته لاړل. په افغانستان کې د هغوی د ښوونې او روزنې د دوام لپاره د هغوی هیلې کمې دي.»