امنیت

افغان چارواکي د عسکرو د مورال د پیاوړتیا په هکله خبرې کوي

د زیار راپور

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ د مارچ په ۲۴مه اخیستل شوی، د افغان ملي اردو عسکر په بادغیس ولایت کې په یوه عملیات کې خپلو مورچلو ته روان دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ د مارچ په ۲۴مه اخیستل شوی، د افغان ملي اردو عسکر په بادغیس ولایت کې په یوه عملیات کې خپلو مورچلو ته روان دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- د افغان چارواکو په وینا، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ په شمول یو شمېر فکټورونو د افغان ځواکونو مورال غښتلی کړی دی.‌

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش وویل، «په تېر وخت کې، له افغانستان څخه په یوه معین وخت کې د بهرنیو ځواکونو د وتلیو د مهالوېش خبرونو د افغان عسکرو جنګي روحیه کمزورې کوله،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خو نن ورځ،‌ چې د افغانستان نړیوال ملاتړي دا اعلانوي چې له افغانستان څخه د هغوی د ځواکونو وتل په دې مشروط دي چې په دغه هېواد کې له اړتیا سره سم امنیت راوستل شي او دا هغه څه دي چې دغه هېواد ورته اړتیا لري،‌ دا به بالاخره د هر عسکر مورال غښتلی کړي او له هغوی سره به د سولې او امنیت د دښمنانو په وړاندې په جګړه کې مرسته وکړي،»

رادمنش وویل، «د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ اعلان د افغانستان او د یاغیانو پر ضد جګړه کې د هغه د ملاتړو موقف په روښانه ډول څرګند کړی دی،»

د ۲۰۱۷ د اکتوبر په ۷مه د افغانستان په جنوب کې د کندهار په هوایي ډګر کې، افغان ولسمشر اشرف غني لومړنۍ دوه UH-60A بلیک هاک څرخکې ومنلې، او دغه ورځ یې د افغان هوایي ځواک لپاره د یوې «ځانګړې ورځې» په توګه یاده کړه. [د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ له خوا اخیستل شوی عکس]

د ۲۰۱۷ د اکتوبر په ۷مه د افغانستان په جنوب کې د کندهار په هوایي ډګر کې، افغان ولسمشر اشرف غني لومړنۍ دوه UH-60A بلیک هاک څرخکې ومنلې، او دغه ورځ یې د افغان هوایي ځواک لپاره د یوې «ځانګړې ورځې» په توګه یاده کړه. [د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ له خوا اخیستل شوی عکس]

نوې بلیک هاک څرخکې

د افغان هوایي ځواکونو پیاوړتیا هم د عسکرو د مورال په لوړېدا کې مرسته کړې ده.‌

د دفاع وزارت ویاند وویل، «مونږ [په سپتمبر کې] له متحده ایالاتو څخه ۶ بلیک هاک څرخکې ترلاسه کړې.‌ متحده ایالاتو همدارنګه ژمنه کړې چې مونږ ته به ۱۵۹ نورې بلیک هاک، او ۱۵۰ چټکې اېم ډي څرخکې راکړي،»‌

هغه وویل، «کله چې یوه اردوه بهتر هوایي ځواک ولري، د هغه سرعت څو برابره زیات شي،»

هغه زیاته کړه، د دفاع وزارت هیله لري «چې یاغیان به په دې پوه شي چې هغوی مجبور دي د سولې بهیر ته په هو سره ځواب ووایي، که نه د لوړ مورال لرونکي افغان هوایي او ځمکني ځواکونه به هغوی له منځه وېسي،»

د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني مرستیال مرزا محمد یارمند وویل، د هوایي ځواک تجهیز او د نړیوالو ځواکونو دا اراده چې په افغانستان کې به تر هغه وخته پورې پاتې کېږي چې ورته اړتیا وي. دا په ترهګرۍ کې ښکېل کسانو ته یو روښانه پیغام ورکوي.‌

یارمند وویل،‌ مورال په امنیتي ادارو کې په تېرو درې کلونو کې په یو لړ بدلونونو سره چې تر یوه حده یې د فساد مخه نیولې ده هم پیاوړی شوی دی.‌

عامه ملاتړ

د ولسي جرګې یوه وکیل فرهاد صدیقي وویل،‌ د افغان ځواکونو کیفیت د تېرو ۱۵ کلونو په نسبت تر ټولو لوړې نقطې ته رسېدلی دی ځکه چې متحده ایالات او ناټو د افغان ولس تر څنګ ولاړ دي.‌

صدیقي وویل، د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ اعلان،‌ هوایي ځواک ته لا ډېره پاملرنه او هغه نړیوال ملاتړ چې په ۲۰۱۶ کال کې یې په وارسا کې ژمنه وشوه، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د جنګي مورال د پیاوړتیا ښه شاخصونه دي.‌

هغه وویل،‌ افغانان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پیاوړتیا سره په مخ پر ودې ډول پرې ویاړي او ملاتړ یې کوي.‌

جواد نذیري چې یو ۲۵ کلن افغان دی، د هغوی یو مثال دی. هغه پلان لري چې د امنیتي ځواکونو له لیکو سره یوځای شي.‌

نذیري سلام ټایمز ته وویل، «زه نن ورځ ګورم چې افغان ځواکونه د بل هر وخت په نسبت په هر اړخیز ډول -- که د لوجیستیک په برخه کې دي که د عسکرو د جنګي مورال او که د هوایي ملاتړ په برخه کې،‌ ډېر غښتلي او ډېر عصري دي -- او خپل مسلکي ظرفیتونه ورځ تر بلې ښه کوي،»

هغه زیاته کړه، «زه هیله لرم چې عسکرو ته به،‌ چې زمونږ ملي ارزښتونو ته ژمن دي،‌ لا ډېره پاملرنه وشي. او زه پخپله دې ته تیار یم چې د هر افغان عسکر په ملاتړ کې هېڅ مرسته ونه سپموم،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500