ځوانان

د لغمان ورزشکارانو او ځوانانو د سولې غږ پورته کړ

د خالد زېري راپور

د لغمان ولایت سلګونو ورزشکارانو او ځوانانو د اکتوبر په ۲۲مه په مهترلام کې یو ټوکري بېنر پورته کړی، او له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوي چې 'په افغانستان کې د سولې لپاره ریښتنې هڅې وکړي'.‌ [خالد زېری]

د لغمان ولایت سلګونو ورزشکارانو او ځوانانو د اکتوبر په ۲۲مه په مهترلام کې یو ټوکري بېنر پورته کړی، او له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوي چې 'په افغانستان کې د سولې لپاره ریښتنې هڅې وکړي'.‌ [خالد زېری]

مهترلام -- د اکتوبر په ۲۲مه په مهترلام کې د لغمان ولایت سلګونو ورزشکارانو او ځوانانو په یوه ۵۰ متره اوږده ټوکر باندې لاسلیکونه وکړل او په ملګرو ملتونو یې تاکید وکړ چې «په افغانستان کې د سولې لپاره ریښتنې هڅې وکړي».

یوه ۲۵ کلن ورزشکار محمد ابراهیم، چې په یاد ټوکر یې لاسلیک کړی، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ غواړو چې نړۍ ته ووایو... چې جګړه پر مونږ تپل شوې ده-- مونږ جنګ نه غواړو او دا چې د نړۍ مشران باید د سولې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي،»

هغه وویل، روان جنګ د ډېرو افغانانو ژوند اخیستی دی.‌

یوه بل ورزشکار سیدهمایون، چې په ټوکر یې لاسلیک کړی وو، وویل، سپورټونه کولی شي چې د سولې پیغام وګرځي. هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه د ملګرو ملتونو له مشرانو غواړم چې په افغانستان کې روانه جګړه دې پای ته ورسوي،»‌

د لغمان ولایت د اولمپیک کمېټې عمومي آمر بادام ګل ملتزم (ښی) د اکتوبر په ۲۲مه په مهترلام کې د دغه ولایت والي عبدالجبار نعیمي (کیڼ) ته یو ۵۰ متره اوږد ټوکر ورکړ.‌ [خالد زېری]‌

د لغمان ولایت د اولمپیک کمېټې عمومي آمر بادام ګل ملتزم (ښی) د اکتوبر په ۲۲مه په مهترلام کې د دغه ولایت والي عبدالجبار نعیمي (کیڼ) ته یو ۵۰ متره اوږد ټوکر ورکړ.‌ [خالد زېری]‌

هغه وویل، «مونږ به تر څو پورې وژل کیږو؟ مونږ به تر څو پورې زخمي کېږو؟ تر څو پورې به زمونږ په جوماتونو کې بمي چاودنې روانې وي؟‌ مونږ نور نشو کولی چې دغه حالت وزغمو،‌ او مونږ غواړو چې د دې ټوکر له لارې خپل غږ پورته کړو.»

یوه ژورنالست او په لغمان کې د مدني ټولنې فعال ځوان انقلابي سلام ټایمز ته وویل، «په هېواد کې وضعیت خرابېږي. دلته چاودنې او مرګونه روان دي، او مونږ په دغو حالاتو کې سوله او بهتري غواړو،»‌

د حکومت ملاتړ

د لغمان ولایت د اطلاعات او کلتور رییس فیضان الله پټان وویل، چې د سولې لپاره به د حکومت هڅې دوام ومومي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ به د سولې لپاره د ځوانانو د غږ ملاتړ وکړو او دا کمپاین به نورو سیمو ته هم پسې وغزوو،»

ورزشکارانو ټوکر د لغمان والي عبدالجبار نعیمي ته ور وسپاره، او هغه وعده وکړه چې د نورو چارواکو په ملاتړ به یې په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې ته ور ورسوي.

نعیمي د ټوکر د ترلاسه کولو پر وخت وویل، «د هېواد د حالاتو په پام کې نیولو سره، دا د هر افغان حق دی چې له دغو بدمرغیو څخه د ګران هېواد د خلاصون او د سولې او امنیت لپاره خپل غږ پورته کړي،»

هغه وویل، «مونږ په هغو ځناورانو باندې، چې سلګونه بې ګناه خلک وژني او د هغوی د ژوند کولو حق ترې اخلي، غږ کوو چې دغه نامشروع فعالیتونه دې نور ودروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500