تروريزم

داعش په عراق او سوریه کې په ټوټه ټوټه ځوړند حالت کې پاتې شو

ای اېف پي

د عراق د حکومت پلوي ځواکونه د ۲۰۱۷ د اکتوبر په ۲۸مه د فرات سیند پر غاړه د راوا ښار د بېرته نیولو لپاره د جهادیانو پر ضد د حملې په ترڅ کې داسې سړي چې له داعش سره د ارتباط لرلو شک پرې کېږي، توقیفوي. [معاذ الدلیمي/ای اېف پي]‌

د عراق د حکومت پلوي ځواکونه د ۲۰۱۷ د اکتوبر په ۲۸مه د فرات سیند پر غاړه د راوا ښار د بېرته نیولو لپاره د جهادیانو پر ضد د حملې په ترڅ کې داسې سړي چې له داعش سره د ارتباط لرلو شک پرې کېږي، توقیفوي. [معاذ الدلیمي/ای اېف پي]‌

عمان -- د عراق پوځ د جمعې په ورځ /د نومبر ۱۷مه/ په دغه هېواد کې هغه وروستی ښار چې لا هم د داعش په لاس کې وو بېرته ونیو، او د اورپکو د دولت جوړونې د خوبونو په تابوت یې یو بل مېخ هم ټک واهه.‌

د امریکا په مشرۍ د هغه ایتلاف، چې د اورپکو پر ضد جګړه کوي، په وینا،‌ داعش د سرحد دواړو خواوو کې د خپل هغه «خلافت» چې په ۲۰۱۴ کال کې یې اعلان کړی وو ۹۵٪ خاوره له لاسه ورکړې ده.

اوس دغه ګروپ په عراق او سوریه کې د ځمکې په یوازې یو څو کوچنیو ټوټو کې پاتې دی، چې د هغو پراخو ځمکو په نسبت چې هغوی په سیمه کې کنټرولولې او وحشتونه یې په کې ترسره کول ډېره کمه ساحه ده.

عراق

د عراقي ځواکونو له خوا د جمعې د ورځې په سهار د برېښنا په څېر برید کې، د فرات په دره کې د راوا ښارګوټي په له لاسه ورکولو سره اوس د داعش په کنټرول کې یوازې د دښتو څو ټوټې پاتې دي.

د بغداد ځواکونه له سوریې سره د خپل سرحد په اوږدو کې د دې لپاره وروستي عملیات ترسره کوي چې د داعش د قلمرو پاتې برخې پاکې کړي.

دا عملیات د هغه سزا ورکوونکي کمپاین وروستۍ برخه ده چې د جولای په میاشت کې یې په موصل کې له یوه وېروونکي جنګ څخه وروسته دغه ښار بېرته ونیو.

د عراق د انبار ولایت سرحدي سیمه د یو شمېر قوي سني قومونو تر مدیریت لاندې ده، چې یو شمېر قومونو جنګیالي لېږلي چې د حکومتي ځواکونو تر څنګ د داعش پر ضد جګړه وکړي.‌

سوریه

د البو کمال له سرحدي ښار څخه اخواته، داعش د دیر الزور د تېلو غني ولایت په خواوشا کې، چې یو وخت یې د دغه ګروپ د ناقانونه عوایدو یوه لویه سرچینه جوړوله، د فرات د سیند په اوږدو کې څه دوه درجنه دښتي کلي کنټرولوي.‌

هلته اورپکي د سوریې د رژیم د ځواکونو او د کوردي او عربي جنګیالیو سره مخامخ کیږي. دغه دواړه ځواکونه د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له خوا حمایه کیږي.

له دښتي سرحدي سیمې څخه لیرې، داعش د یرموک د کډوالو کمپ او د دمشق جنوب ته د حجر اسود ولسوالۍ کې حضور لري، چې هلته دغه ګروپ د نورو اورپکو او د رژیم د پلوي ځواکونو په وړاندې جګړه کوي.

د حمص په مرکزي سیمه کې، داعش پر یو څو کوچنیو سیمو د واک ساتلو لپاره بشارالاسد ته د وفادارو ځواکونو له خوا تر فشار لاندې دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چېرته د جنګ قوماندان وی یو کس به له ما محکمه نه وه لیدلي ټول مې هملته محکمه کول.

ځواب ورکړئ

تر هغه وخته چې پاکستان د افراطیت پر ضد جګړه کې دروغجن وي، د سرحدونو بندول، حتی د هغو ټولو بندول، به هیڅ مثبته ګټه ونه کړي. دا ځکه چې پاکستان د افراطي افرادو له موجودیت څخه استفاده کوي. نو په کار دی، چې په هغه باندې د نړۍ د ډېرو قوي هېوادونو له خوا اقتصادي بندیزونه ولګول شي، او په دې توګه د داسې ترهګریزې پېښې د بیا واقع کېدلو مخه ونیول شي.

ځواب ورکړئ