امنیت

په لغمان کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پرمختیایي پروژو ته لاره هواروي

د خالد زېري راپور

دوه افغان عسکر د غوایي په ۱۰ مه د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په اسلام اباد سیمه کې د اورپکو لټون کوي. [خالد زېری]

دوه افغان عسکر د غوایي په ۱۰ مه د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په اسلام اباد سیمه کې د اورپکو لټون کوي. [خالد زېری]

لغمان -- ځایي چارواکي وایي، د لغمان ولایت اوسېدونکي به ژر د طالبانو د له منځه وړلو لپاره د حکومت د پوځي عملیاتو او د اوبه لګولو او انرژۍ د پروژو د جوړولو په برخه کې د پام وړ نتایج وګوري.

د لغمان والي آصف ننګ د غوایي په ۱۰ مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د غوایي په ۴ مه په الیشنګ ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل چې سیمه له طالبانو څخه پاکه کړي. تر اوسه پورې، ۴۰ کلي، چې پخوا د اورپکو په کنټرول کې وو، پاک شوي دي.

هغه وویل، «د پسرلنیو عملیاتو په ترڅ کې ۲۳ تنه اورپکي ووژل شول او ۱۲ نور سخت ټپیان شول، په داسې حال کې چې یو ژوندی ونیول شو،»

د افغان ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان ډګروال محمد یوسف نیازي خبریالانو ته وویل، «زمونږ د عملیاتو هدف دا دی چې سیمه پاکه کړو او لټون په کې وکړو، په یو شمېر ستراتیژیکو نقطو باندې د تلاشۍ پوستې جوړې کړو او د راروانو انتخاباتو لپاره امنیتي سیمې پراخې کړو چې د لغمان، او په ځانګړې توګه د الیشنګ خلک وکولی شي چې په را روانو انتخاباتو کې برخه واخلي او خپل استازي وټاکي،»

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۱۰ مه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یو نیول شوی اورپکی انتقالوي. [خالد زېری]

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۱۰ مه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یو نیول شوی اورپکی انتقالوي. [خالد زېری]

هغه زیاته کړه، طالبان په ځینې غرنیو سیمو کې پاتې دي، خو دغه سیمې به هم ژر پاکې کړای شي.

افغانستان په پام کې لري چې د تلې په ۲۸ مه پارلماني انتخابات ترسره کړي.

نوی بند، د برېښنا دستګاه به جوړ کړای شي

له سیمې څخه د طالبانو په اېستلو سره، ځایي حکومت تعهد کړی چې یو شمېر ډېرې ضروري او داسې تعمیراتي پروژې، چې له ډېر وخته یی تمه کېدله، تطبیق کړي.

ننګ وویل، «اوس دلته شرایط بهتر دي، او د نویو پروژو د تطبیق وعدې به یوازې وعدې پاتې نشي؛ پرځای یې، هغه به تطبیق کړای شي. دلته به د بزګرانو لپاره پروژې تطبیق کړای شي، او زه به هر هغه څه وکړم چې کولی یې شم چې د ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو او نورو سکتورونو اړتیاوې پوره کړم.»

هغه وویل، د پوځي عملیاتو په ترڅ کې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یا ملکي خلکو ته د سر یا مال تاوان نه دی ور رسېدلی، او وعده یې وکړه چې «که کومې کورنۍ بې ځایه شوي وي، ولایتي اداره به په بشپړه توګه هغوی ته بشري مرستې برابرې کړي او که د کوم چا کور ویجاړ شوی وي، مونږ به له هغه سره مرسته وکړو».‌

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک سلام ټایمز ته وویل، «هغه پروژې چې عام خلک یې واقعا غواړي هغه د یوه بند او د برېښنا د دستګاه جوړول دي. مونږ د انرژۍ او اوبو وزارت ته یو وړاندیز لېږلی دی.»

هغه وویل، «د بند پروژه به په زرګونو جریبه ځمکه خړوبه کړي او د یوې بلې پروژې تطبیق ته به لاره هواره کړي چې هغه به له ۱۰ څه تر ۱۵ میګاواټه برېښنا تولید کړي،»

هغه زیاته کړه، «افغانانو د ښوونې او روزنې، کرنې او روغتیایي پاملرنې په برخو کې د ځینې نورو پروژو غوښتنه هم کړې ده، او مونږ په دې کار کوو چې منابع ورته پیدا کړو او هڅه کوو وګورو چې څومره ژر مونږ کولی شو چې پیل یې کړو،»

د افغانستان د دښمنانو په وړاندې جګړه کول

ننګ له خلکو څخه وغوښتل چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې د افغانستان د دښمنانو پر ضد وجنګېږي. هغه په اوسېدونکو تاکید وکړ چې د حکومت مرسته وکړي، تذکرې واخلي او د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه وکړي.

ننګ وویل، «تر څو چې د دغو یاغي او باغي کسانو چاره ونشي او مونږ امنیت برابر نه کړو، هېڅ پرمختګ نشي کېدلی.‌مونږ تعهد کړی چې دا یاغي او باغي دښمن وځپواو د ولس لپاره د امنیت برابرول یقیني کړو.»

د لغمان ولایت اوسېدونکو د والي د خبرو او له ولس څخه د دې غوښتنې هرکلی وکړ چې د امنیت او پرمختګ لپاره دې د حکومت ملاتړ وکړي.‌

د الیشنګ ولسوالۍ د شهرام کلي یوه اوسېدونکي رحیم الله لغماني، چې ۳۲ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «پخوا دلته طالبان ول، او زمونږ ټولې سیمې د هغوی تر کنټرول لاندې وې، خو اوس حالات ښه دي او حکومت دلته راغلی دی.»

رحیم الله هیله څرګنده کړه چې هغه پروژې، چې ژمنه یې شوې، به عملي شي.

هغه وویل، «د تېرو ۱۶ کالو په ترڅ کې دلته هېڅ پرمختیايي پروژې نه دي تطبیق شوي. لومړی، مونږ هیله لرو چې دلته به دایمي امنیتي پوستې جوړې کړای شي او، دویم، دا چې دلته به بېلابېلې پروژې پیل کړای شي ځکه چې زموږ سیمه ډېره محرومه ده.»

د اسلام اباد کلي یوه اوسېدونکي سیف الرحمان، چې ۲۶ کاله عمر لري وویل، د طالبانو سختې واکمنۍ خلک له دې څخه منع کړي ول چې کار وکړي او ځانونو ته د ژوند څوری وګټي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا ښه ده چې اوس حکومت دلته راغی؛ هغه باید زمونږ سیمو ته د بیارغونې پروژې راوړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500