هلمند -- یوه ډله، چې په هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد پټ جنګ کوي، د اورپکو د جنګیالیو تر منځ د وېرې او ګډوډۍ سبب شوې ده.
د «سنګوریان» ګروپ -- چې نوم یې د یوې ترکۍ تلوېزیوني ډرامې د پټو فعالانو له ډلې څخه اخیستل شوی -- له محلي اوسېدونکیو څخه تشکیل شوی او افغان حکومت یې ملاتړ کوي.
د دې ډلې غړي د طالب جنګیالیو په څېر ښکاري -- هغوی اوږدې ږیرې لري، او د طالبانو په څېر تورې پګړۍ په سروي، او په سپکو او درنو وسلو سمبال دي.
سنګوریان ډله د۱۳۹۴ په مرغومي کې د ملي امنیت ریاست په مرسته رامنځته شوه او اوس د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه، او همدارنګه په نادعلي او ناوه ولسوالیو کې جګړه کوي.
د لښکرګاه په مختار سیمه کې د سنګوریانو د ډلې قوماندان عزت الله مجاهد سلام ټایمز ته وویل، «څو چې زمونږ په بدن کې یو څاڅکی وینه هم وي، مونږ به د الله د رضا لپاره د منافقو طالبانو پر ضد جګړه وکړو،»
هغه وویل، «ټول ملکي خلک له مونږ سره همکاري کوي. قومي مشران او پخواني مجاهدین له مونږ سره ملګري دي،»
«مونږ له دې پرته چې د دې هېواد دښمنان -- د ایران غلامان، د روسیانو بچیان ورک کړو نور هېڅ هدف نه لرو. زه نه جنرالي غواړم نه ډګروالي -- زه یوازې دا غواړم چې د خپلو خلکو خدمت وکړم.»
د طالبانو لپاره یو 'لوی سرخوږی'
د سنګوریانو ډلې نه یوازې د امنیت په ټینګولو، بلکې همدارنګه د طالب جنګیالیو تر منځ د بې اعتمادۍ په رامنځته کولو کې هم خپل رول ثابت کړی دی.
له لښکرګاه څخه یوه قومي مشر حیات الله جمال وویل، طالب جنګیالي له دغه ګروپ څخه سخت وېرېږي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان حتی د یوې شپې لپاره په هلمند کې په هېڅ ځای کې هم د سنګوریانو ډلې له وېرې ارام نشي کولی،»
هغه وویل،«تر اوسه پورې دوه کاله کیږي، خو مونږ له سنګوریان ډلې څخه ناوړه چلند نه دی لیدلی. هغوی ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه دی ور رسولی او نه یې له ملکي خلکو نه پیسې اخیستي دي.»
هغه وویل، «هغوی ډېر امنیت راوستی دی. مونږ له هغوی سره خوشحال یو. هغه څوک، چې د سنګوریانو پر ضد تبلیغات کوي، هغه د اورپکو جاسوسان دي.»
د لښکرګاه یوه اوسېدونکي محمد ظریف بارکزي، چې ۵۳ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «له هغه وخت راهیسې چې سنګوریان راغلي او دلته توظیف شوي، طالبان له دې ځای څخه منع شوي دي. دا ډله د طالبانو لپاره یو غټ سرخوږی دی، او هغه د هغوی لپاره په هرځای کې په سرخوږي بدله شوې ده.»
په ناوه ولسوالۍ کې یوه دوکاندار محمد ولي بارک سلام ټایمز ته وویل، «له دې امله چې طالبانو ملکي خلک وېرول او له دې امله چې هغوی له ورانولو څخه پرته نور هېڅ نه کول... خلک د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېدل،»
هغه وویل، «سنګوریانو وکولی شوای چې له ډېرو سیمو څخه طالبان وباسي،»
یوه قومي مشر او د ولسوالۍ د شورا د دفاعي کمېټې آمر عبدالخالق وویل، «د سنګوریانو ډلې... شپه او ورځ هڅه وکړه چې دلته په ګرېشک کې طالبان وځپي او هغوی دښمن ته ماتې ورکړه،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس دښمن وېرېدلی دی، او نشي کولی چې په ارامه خوب وکړي. هغوی نشي کولی چې بیا په ازاد ډول فعالیت وکړي.»
طالبان مات او وځپل شول
په هلمند کې د ملي امنیت ریاست یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، د سنګوریانو ډلې یو شمېر مخور طالبان د جنګ له کرښو څخه را اېستلي او اوس هغوی د حکومت په توقیف کې دي.
هغه وویل، «دې ډلې په نوزاد، واشېر، موسی کلا او نادعلي ولسوالیو کې په مخامخ جګړو کې د طالبانو یو شمېر مشهورې ډلې له منځه وېوړې. د غوایي په ۲۰ مه په موسی کلا ولسوالۍ کې ۴ مخور طالبان ونیول شول، او اوس هغوی له مونږ سره په توقیف کې دي.»
هغه وویل،«دې ډلې د طالبانو د ملا تیر مات کړی دی او اوس طالبان یو په بل باور نه کوي،»
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام ټایمز ته وویل، «سنګوریان ډلې سیمې ساتلي او یاغیانو ته یې ماتې ورکړي دي،»
هغه وویل، «سنګوریانو له ملي امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې، په لیرې پرتو سیمو کې یې د طالبانو پر ضد مخامخ جګړې کړي او ښه نتایج یې ترلاسه کړي دي،»
ستاسو سرچینه څه ده چې د دې ډلې تر شا اېن ډي اېس لاس لري؟
ځواب ورکړئد ملي امنیت ریاست هغوی ته هره میاشت په میلیونو د تنخاګانو لپاره ورکوي.
ځواب ورکړئ12 تبصره
صفت الله زاهدي تکړه او نوښتګر فعاله خبریال دی موږ یی ملاتړ کوو.
ځواب ورکړئ12 تبصره
صفت الله زاهدي وړ او فعاله ځوان خبريال دی زما رايه د ښاغلي زاهدي صاحب ده .
ځواب ورکړئ12 تبصره
زاهدي صاحب یو تکړه خبریال دی موږ یې ستایو اود بریالپاره یې دُعاکوو
ځواب ورکړئ12 تبصره
دیرشه
ځواب ورکړئ12 تبصره
زه صفت الله زاهدي ته رایه ورکوم.
ځواب ورکړئ12 تبصره
ښه، جالب او بې جوړې خبرونه.
ځواب ورکړئ12 تبصره
ذاهدی صاحب یو تکړه او با جرات خبر نګار دی
ځواب ورکړئ12 تبصره
پدی راپور کی واقعتونہ شکارہ سویدی، چی تر دیرہ حدہ ملت نہ وو پہ خبر ، زاھدی مننہ
ځواب ورکړئ12 تبصره
مننه
ځواب ورکړئ12 تبصره
سلامونه او نيکې هيلې: صفت الله ذاهدي ورور تکړه خبريال دى او همدعرنګه د خبر ليکنې په برخه کې کووم سبک چې کاروي ډير په زړه پورې دى، دښکلې سبک تر څنګ نوښتګر او د ښه قلم او ذوق خاوند دى.
ځواب ورکړئ12 تبصره