امنیت

په زرګونو افغانان له امنیتي ځواکونو سره د یوځای کېدلو لپاره نوم لیکنه کوي

د نجیب الله راپور

افغان سرتېري له فراغت څخه وروسته د خپل کنډک له ملګرو سره یوځای مارش کوي. هغوی د ۱۳۹۵ د زمري په ۲ مه په هلمند ولایت کې له ۵ او ۶ جوړو شویو کنډکونو سره یوځای شول. [سنتکام]

افغان سرتېري له فراغت څخه وروسته د خپل کنډک له ملګرو سره یوځای مارش کوي. هغوی د ۱۳۹۵ د زمري په ۲ مه په هلمند ولایت کې له ۵ او ۶ جوړو شویو کنډکونو سره یوځای شول. [سنتکام]

کابل -- د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو د چارواکو په وینا، په زرګونو افغان ځوانان د دې لپاره نوم لیکنه کوي چې له افغان ملي اردو او افغان ملي پولیسو سره یوځای شي.

د دفاع وزارت ویاند، غفوراحمد جاوېد، سلام ټایمز ته وویل، «په هېواد کې د افغان ملي اردو د استخدام ټول ۴۰ مرکزونه دي، چې درې په کابل ولایت کې، دوه دوه مرکزونه په ننګرهار،‌ کندوز او بلخ ولایتونو کې، او یو یو مرکز په پاتې ۳۰ ولایتونو کې موجود دي،»‌

هغه وویل، «د استخدام پروسه نورماله ده او په ښه ډول پرمخ ځي،» او زیاته یې کړه چې افغان ملي اردو په منظمه توګه خپل د استخدام هدفونه پسې پراخوي.

جاوېد وویل، «د افغان ملي اردو د استخدام مرکزونه هره میاشت له ۶۰۰۰ څخه ډېر کسان استخداموي،»

د افغان ملي اردو د وسلو ښوونکی د زمري په ۸ مه په کابل کې د کمانډو لپاره نیول شویو کسانو ته د ګرینیډ ویشتونکې وسلې د ډز کولو د اساساتو په هکله خبرې کوي. [مرکزي قومانداني]

د افغان ملي اردو د وسلو ښوونکی د زمري په ۸ مه په کابل کې د کمانډو لپاره نیول شویو کسانو ته د ګرینیډ ویشتونکې وسلې د ډز کولو د اساساتو په هکله خبرې کوي. [مرکزي قومانداني]

په دفاع وزارت کې د افغان ملي اردو د استخدام پرسونل اکثر وختونه ځوانان دې ته هڅوي چې د ټولنیزو رسنیو د پاڼو او له قومي مشرانو، د جوماتونو امامانو، د مدني ټولنې غړو او د پارلمان استازو سره د کتنو له لارې له ملي اردو سره یوځای شي.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال، نصرت رحیمي، وویل، د افغان ملي اردو د استخدام مرکزونو ته همدارنګه په کابل او نورو ولایتونو کې زیات شمېر سړي او ښځې راځي چې غواړي له پولیس ځواک سره یوځای شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ د ځوانانو دا غوښتنه، چې له افغان ملي پولیسو سره یوځای شي، دومره زیاته ده چې حتی مونږ دې ته اړتیا نه لرو چې د استخدام کوم اعلانونه خپاره کړو،»‌

هغه وویل، «اوس مونږ ۲۰۰۰۰ نوي تیار سرتېري لرو چې د نوم لیکنې لومړۍ مرحله یې بشپړه کړې او دې ته تیار دي چې زمونږ د امنیتي ځواکونو تر څنګ کار کول پیل کړي،»

هغه وویل، «دا ۲۰۰۰۰ کسان چمتو دي او سم چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې تش ځایونه پیدا شي هغوی به کار کول پیل کړي،»

که څه هم چې افغان ځواکونو ته ځاني زیانونه ور رسیږي، لاکن د راپورونو په اساس، د استخدام زیاتېدونکی شمېر د دې لپاره کفایت کوي چې په هېواد کې د ځواکونو ټول شمېر د پایښت وړ سطحه کې زیاتېدونکی وساتل شي.

د افغانستان خدمت ته چمتووالی

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر، متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل، سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ خلک له خپل وطن سره مینه لري او غواړي چې د امنیتي ځواکونو د غړو په توګه د خپل هېواد خدمت وکړي، او دا یو حقیقت دی،»

د میدان وردک ولایت یو اوسېدونکی، ګل محمد چې ۲۶ کاله عمر لري، په وروستیو کې کابل ته د دې لپاره راغلی چې د افغان ملي اردو لیکو سره یوځای شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه غواړم چې له افغان ملي اردو سره کار پیل کړم او د خپل هېواد او خپلو خلکو خدمت وکړم،»

هغه وویل، «ان له هغه وخته چې زه ماشوم وم، ما غوښتل چې نظامي سړی رانه جوړ شي چې د خپل هېواد خدمت وکړم، خوندي یې کړم او دفاع ترې وکړم. زه ډېر خوشحال یم چې اوس راته شرایط برابر دي.»

۲۷ کلن غلام سخي، چې اصلاً د بامیان ولایت اوسېدونکی دی خو له خپلې کورنۍ سره په کابل کې ژوند کوي، وویل، چې هغه هم فیصله کړې چې له افغان ملي اردو سره یوځای شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان او زمونږ خلک امنیت ته ضرورت لري. زه غواړم چې له افغان ملي اردو سره یوځای شم او د خپل هېواد خدمت وکړم او د خپلو خلکو او خپل هېواد په وړاندې خپل مسؤلیتونه ترسره کړم.»‌

هغه وویل، «کله چې تاسو غواړئ چې په جدي او صادقانه توګه د خپلو خلکو او خپل هېواد خدمت وکړئ،‌ تاسو باید د خپل ژوند قرباني ورکړئ، او زه دې ته تیار یم چې دا کار وکړم،»

د استخدام لپاره شرطونه

هغه افغانان، چې غواړي له خپلو امنیتي ځواکونو سره یوځای شي، هغوی باید ځانګړي شرطونه پوره کړي.

رحیمي وویل، «د عسکرۍ لپاره نیول کېدونکی کس باید د افغانستان تبعه وي، افغاني تذکره ولري او له اړتیا سره سم فزیکي قوت ولري او جرم یې نه وي ترسره کړی،»

هغه وویل، نیول شویو کسانو ته به له شپږو څخه تر نهو میاشتو پورې روزنه ورکول کیږي.

د دفاع وزارت ویاند جاوېد وویل، یوه اندېښنه د امنیتي ځواکونو په منځ کې د دښمن د نفوذي کسانو حضور دی، چې په تېر وخت کې داسې پېښې شوي دي.

د داسې کسانو د نفوذ دمخنیوي لپاره په کار ده چې د افغان ملي اردو هر نوی سرتېری دوه داسې حقوقي سندونه وړاندې کړي چې په کې دوه بېلابېل کسان د عارض د شخصیت او د وظیفې لپاره مناسبت تضمین کړي.

دغه اسناد د استخدام د یوه څېړونکي ټیم له خوا، چې د ملي امنیت د ریاست او د دفاع وزارت د استخباراتو او تفتیش د ادارې استازي په کې شامل دي، ارزول کیږي.

نوي جذب شوي افراد به بیا د پوځي روزنې مرکز ته ولېږل شي چې هلته به هغوی روزنیز پروګرامونه بشپړ کړي او عملي درسونه به واخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

23 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام، زه د بنګله دېش څخه یم. زه غواړم چې د افغانستان اردو سره ملګری شم. زه غواړم چې داسې نوې ټکنالوجي راوړم چې په نړۍ کې ... حتی د ساینسپوه په سر کې هم نه وي.

ځواب ورکړئ

آیا زه کولی شم چې له افغان اردو سره کار وکړم؟ زه یو پاکستانی یم خو زه په ریښتیا سره غواړم چې له افغان اردو سره شم او د هغوی د خلکو لپاره خدمت وکړم...

ځواب ورکړئ

عین شی خو له بنګله دېش څخه

ځواب ورکړئ

همداسې له هندوستان څخه هم

ځواب ورکړئ

زه یو افغان تبعه یم او په ایران کې ژوند کوم. زه به ډېر خوښ شم چې له افغان ملي پولیسو سره کار وکړم. که ممکنه وي لطفاً له ما سره مرسته وکړئ.‌

ځواب ورکړئ

سلام، زه غواړم چې د ملي اردو په لیکو کې د خپل هېواد خدمت وکړم. هیله ده چې له ما سره مرسته وکړئ.‌

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې د هېواد د ملي اردو لپاره کار وکړم.‌

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې د خپل هېواد په ملي اردو کې خدمت وکړم.

ځواب ورکړئ

سلام. زما نوم موسی دی‌، د پلار نوم مې محمد رحمان دی. زه غواړم چې له کمانډو سره یوځای شم او د خپل هېواد خدمت وکړم څو زما هېواد امن شي. زه غواړم چې تاسو په دې برخه کې راسره مرسته وکړئ. مونږ نه غواړو چې نور په تبعید کې واوسو. زه غواړم چې هېواد ته مې ستون شم او د خپلو هېوادوالو خدمت وکړم... زه غواړم چې خپل نوم ثبت کړم...

ځواب ورکړئ

سلام. زه عزیزالله عطايي یم او په ایران کې ژوند کوم.‌ زما ډېر زړه کیږي چې له افغان اردو سره یوځای شم. همدارنګه، غواړم زیاته کړم چې زما عمر ۲۲ کاله دی.‌

ځواب ورکړئ

زما نوم نوید حکیمي دی او زه د افغانستان یم خو زه په ایران کې را لوی شوی یم. د راتلونکي لپاره زما هڅه یا تصمیم روښانه دی. زه غواړم چې خپل وطن ته راشم او له خپل ګران هېواد سره مرسته وکړم چې زما هېواد له منافقو دښمنانو څخه خلاص شي او امن او ښېرازه شي، او خلک یې په سوله کې ژوند وکړي. ان شاءالله.

ځواب ورکړئ

سلام، زه یو افغان ځوان یم چې په ایران کې ژوند کوم. زه تذکره نه لرم، خو غواړم چې له ملي اردو سره یوځای شم او خپل ژوند د خپل هېواد لپاره وقف کړم.‌ لطفاً له ما سره مرسته وکړئ چې څنګه زه کولی شم چې له هغوی سره یوځای شم؟

ځواب ورکړئ

زه عبدالله جعفري یم او زه په ایران کې اوسیږم. زه غواړم چې له ملي اردو سره کار وکړم. زه تذکره لرم، خو ضامنان نه لرم. که زه ضامنان ونه لرم، آیا زه کولی شم چې له اردو سره شم؟

ځواب ورکړئ

زه سارا کریمي یم، زه په ایران کې ژوند کوم. زه غواړم چې له افغان اردو سره کار وکړم او د خپل هېواد په ګټه وجنګیږم. څنګه زه کولی شم چې له اردو سره یوځای شم؟‌ زه غواړم زیاته کړم چې زما عمر ۱۹ کاله دی.‌

ځواب ورکړئ

سلام. زه په ایران کې اوسېږم او زه ډېر غواړم چې لاړ شم. که تاسو غواړئ چې له ما سره لاړ شئ، راځئ چې ځو. زه ۲۲ کاله عمر لرم‌.

ځواب ورکړئ

سلام. آیا تاسو غواړئ چې له ما سره لاړ شئ؟ زه ځم...

ځواب ورکړئ

زه ۱۸ کلن یم.‌ زه له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی نه یم. آیا زه کولی شم چې خپل د پیدایښت تصدیق او د دولسم ټولګي د دپلوم په کارولو سره له افغان اردو سره یوځای شم؟ او یو بل شی دا چې زه د هنرونو په اکاډمۍ کې زده کړه کوم.

ځواب ورکړئ

سلام. زه حیات الله د لوګر ولایت اوسېدونکی یم. زه غواړم چې له ملي امنیت ریاست سره د کارمند په توګه وظیفه ترسره کړم، او زه له دې سره مینه لرم چې د خپل هېواد افغانستان لپاره کار وکړم. دا زما لپاره د افتخار خبره ده چې د خپل هېواد او خلکو لپاره یو څه وکړم او د خپل هېواد افغانستان لپاره قربانۍ ورکړم. څنګه مونږ کولی شو چې د افغانستان د استخباراتو ادارې یا ملي امنیت ریاست سره شو او کار وکړو؟

ځواب ورکړئ

سلام، زه رامین فیروزي د هرات ولایت اوسېدونکی یم. زه غواړم چې د ملي امنیت ریاست سره کار وکړم.

ځواب ورکړئ

زه مجتبی علي زاده یم. زه په اروپا کې اوسېږم. زه څنګه کولی شم چې د خپل هېواد د امنیت (ملي امنیت ریاست) لپاره کار وکړم؟

ځواب ورکړئ

زما نوم هېواد انصاري دی او زه د کابل اوسېدونکی یم. زه له ملي امنیت سره ډېره علاقه مندي لرم او د اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی یم. زه څنګه کولی شم چې هلته وظیفه ترلاسه کړم او د خپل وطن لپاره خدمت وکړم؟‌

ځواب ورکړئ

زه ویاړم چې افغان یم.

ځواب ورکړئ

د دې وطن د ځوانانو د قرباني کولو پرځای، حکومت باید مخالفین وځپي.

ځواب ورکړئ