جلال اباد -- په ننګرهار ولایت کې د ځایي ملکي خلکو په ملاتړ د افغان ځواکونو له خوا د یو لړ عملیاتو له ترسره کېدلو څخه وروسته، د داعش ترهګرې ډلې ته ژمن یاغیان په دوامداره توګه مقاماتو ته تسلیمیږي.
ځایي چارواکو د داعش ۱۵ تنه اورپکي د یکشنبې په ورځ /د لړم ۲۷مه/ رسنیو ته ور وښودل. هغوی په نازیان ولسوالۍ کې فعال ول او په تېرو څو کالو کې یې د حکومت پر ضد جنګونه کول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست کې خبریالانو ته وویل، «د داعش ۱۵ جنګیالي د سولې پروسې سره یوځای شول او وروسته له هغه، چې فشار پرې راغی او یا یې حقیقت درک کړ، خپلې وسلې او مهمات افغان ځواکونو ته تسلیم کړل،»
هغه وویل، «تر دې وروسته به هغوی د عادي افغانانو په توګه ژوند وکړي او هېڅ ډول وېره یا ستونزې به احساس نه کړي،»
خوګیاڼي وویل، «یو څو ورځې مخکې، د داعش ۹ خارجي جنګیالي هم د سولې پروسې سره یوځای شول، خو مونږ نشو کولی چې هغوی اوس رسنیو ته وښیو ځکه مونږ غواړو چې دغه خارجي جنګیالي په کابل کې د ملي امنیت ریاست ته ولېږو چې د هغوی د برخلیک په هکله پرېکړه وکړي،»
هغه زیاته کړه، مقامات به پرېکړه وکړي چې آیا دغه نیول شوي خارجي جنګیالي په کابل کې رسنیو ته وښیي که په ننګرهار کې یې وښیي.
'له محبس څخه خوشې شوي'
د داعش تسلیم شوي جنګیالي دې ته ورته دي لکه د سولې پروسې سره چې یوځای شوي وي چې له حبس نه به ازاد کړای شي.
په ننګرهار کې د داعش یوه پخواني قوماندان هرات خان، چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل،هغه د طالبانو په ګټه جنګ کول پیل کړل او بیا یې دوه کاله مخکې د داعش په ګټه جنګ کولو ته مخه کړه.
هرات خان، چې اصلاً د نازیان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وویل، «کله چې هغوی په عامو خلکو باندې سخت ظلمونه کول پیل کړل، زما زړه یې راتور کړ او پرې مې ښودل،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه داسې احساس کوم لکه له محبس څخه چې ازاد شوی اوسم. زه څو کاله په غرونو کې وم چې له نړۍ سره مې ارتباط پرې وو. اوس زه غواړم چې یو عادي ژوند وکړم، یو کار ځان ته پیدا کړم او له خپلو ماشومانو سره خوشحاله ژوند وکړم.»
د دغې ډلې یوه بل غړي، بانګ ګل، چې ۳۵ کاله عمر لري او د سولې پروسې سره یوځای شوی دی، وویل، «مونږ فکر کاوه چې دا یو اسلامي خلافت دی، خو وروسته پوه شو چې هغوی ټول خارجیان دي او لوبه بل ډول ده،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی زمونږ مشران وژل او ماشومان یې حلالول. مونږ هر څه په خپلو سترګو ولیدل، خو مونږ نشوای کولی چې هغوی ته هېڅ هم ووایو ځکه چې که مونږ داسې کړي وای، هغوی به وژلي وو. له دې امله مونږ خوله پټه نیولې وه.»
هغه زیاته کړه، «په پای کې، مونږ نور ونشوای زغملی او راغلو او د سولې پروسې سره یوځای شو چې خپل ژوند وکړو،»
دیني عالم مولوي حبیب الله جلال ابادي پخوانيو جنګیالیو ته وویل، «الله تعالی وایي چې په سوله کې خیر دی،»
هغه پخلا شویو اورپکو ته په وینا کې وویل، «که تاسو یا ستاسو دوستان جنګ ته دوام ورکړي، تاسو ګټه نشئ کولی. په اخر کې به بیا هم سوله کوئ. نو، تاسو باید محنت وکړئ څو نور جنګیالي دې ته وهڅوئ چې د سولې پروسې سره یوځای شي.»
د ننګرهار د ملي امنیت د ریاست د چارواکو په وینا، په تېرو پنځو میاشتو کېتر ۲۱۵ تنو پورې د داعش او طالب جنګیاليو په دغه ولایت کې تاوتریخوالی پرېښی او د سولې پروسې سره یوځای شوي دي.
د دوشنبې په ورځ /د لړم ۲۸مه/، محلي چارواکو په جلال اباد کې د ملي امنیت د ریاست په ودانۍ کې د داعش د جنګیالیو یو ۱۱ کسیز ګروپ رسنیو ته ور وښود.
ځایي چارواکو خبریالانو ته وویل، دغه اورپکي تېره اونۍ د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي ول او دوه داسې کسان هم په کې ول چې غوښتل یې ځانمرګي بمي بریدونه وکړي.