امنیت

په ننګرهار کې په لسګونو طالبانو له عملیاتو څخه وروسته وسلې په ځمکه کېښودې

د خالد زېري راپور

په ننګرهار ولایت کې د اورپکو پر ضد د افغان ځواکونو له عملیاتو څخه وروسته، ۵۴ طالب جنګیالي د سولې پروسې سره یوځای شول او خپلې وسلې یې د لیندۍ په ۱ د ولایت په مرکز جلال اباد کې تسلیم کړې. [خالد زېری]

جلال اباد -- ځایي چارواکي وایي، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا په ننګرهار ولایت کې د اورپکو پر ضد د عملیاتو په دوام سره د سولې پروسه چټکتیا مومي.

ځایي مقاماتو رسنیو ته هغه ۵۴ طالب اورپکي ور وښودل چې پخوا یې د ننګرهار ولایت په مومند دره، خوګیاڼو، شېرزادو، غني خېلو او نازیانو ولسوالیو کې فعالیتونه کول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د لیندۍ په ۱ په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ولایتي دفتر کې وویل، «دغو ۵۴ تنو جنګیاليو، چې څلور قوماندانان هم په کې دي، د پنځه میله درنو وسلو په شمول ۵۴ میله وسلې د ملي امنیت ریاست ته تسلیم کړې،»

هغه وویل،‌«په وروستیو کې، امنیتي ځواکونو په بېلابېلو ولسوالیو کې د اورپکو پر ضد خپل عملیات سخت کړي،چې ډېر کسان یې تسلیمۍ ته مجبور کړي دي،»

افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو کې د اورپکو پر ضد عملیات سخت کړي، او د لیندۍ په ۱ یې ۵۴ طالب اورپکي دې ته جوړ کړل چې خپلې وسلې د ولایت په مرکز جلال اباد کې محلي مقاماتو ته تسلیم کړي او د سولې پروسې سره یوځای شي. [خالد زېری]

افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو کې د اورپکو پر ضد عملیات سخت کړي، او د لیندۍ په ۱ یې ۵۴ طالب اورپکي دې ته جوړ کړل چې خپلې وسلې د ولایت په مرکز جلال اباد کې محلي مقاماتو ته تسلیم کړي او د سولې پروسې سره یوځای شي. [خالد زېری]

خوګیاڼي وویل، «په یو شمېر نورو ولسوالیو کې، ځینې ناقانونه وسله والې ډلې غواړي چې د سولې پروسې سره یوځای شي او تاسو به ژر واورئ چې د اورپکو غټ ګروپونه یوځای شول،»

هغه وویل، «د سولې لپاره هڅې زیاتې شوي، او اورپکي پوه شوي او غواړي چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې په چاپېریال کې ژوند وکړي. دا هغه څه دي چې خلک او زمونږ حکومت یې غواړي او هڅه کوي چې دا کار ترسره کړي.»

د ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، د اورپکو پر ضد امنیتي عملیات روان دي او پسې پراخېږي.

هغه د لړم په ۱۱مه په جلال اباد کې قومي مشرانو ته وویل، په را روان ژمي کې به افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د ننګرهار په حصارک، شېرزادو او نورو هغو ولسوالیو کې، چې امنیتي وضعه په کې ترینګلې ده، عملیات ترسره کړي.‌

'زمونږ جنګ نه دی'

د سولې بهیر سره یوځای شویو طالبانو د جنګ تر شا خپله انګېزه روښانه کړه او ژمنه یې وکړه چې بیا به هېڅکله هم وسله وانه خلي.‌

د طالبانو پخواني قوماندان نبی الله سلام ټایمز ته وویل، «مونږ فکر کاوه چې مونږ مقدس جهاد کوو،»

هغه وویل، «مونږ له ۱۲ څخه تر ۱۳ کالو پورې جنګ وکړ. ډېر خلک مړه یا ټپیان شول، خو اوس مونږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې دا جنګ زمونږ جنګ نه دی، هغه په مونږ راتپل شوی دی، او مونږ یې باید ختم کړو.»

هغه وویل، «مونږ ته پیسې راتللې، مونږ ته وسلې راتللې. مونږ پوه شو چې وسلې زمونږ له ګاونډ څخه راځي، او زمونږ ګاونډیان په افغانستان کې سوله نه غواړي.»

نبی الله وویل،‌«که ایران دی که پاکستان، که چین دی که روسیه، یا نور هېوادونه، هغوی ټول غواړي چې زمونږ په هېواد کېګډوډي رامنځته کړي،»

یوه بل پخواني اورپکي، محمد اسلام، چې له ۱۶ کالو راهیسې د حکومت پر ضد له جنګ کولو څخه وروسته د سولې بهیر سره یوځای شو، وویل، «زه دې نتیجې ته ورسېدم چې دلته جنګ کول د خپلو ورونو د وژلو او ټپي کولو معنی لري، نو ما توبه واېستله او پرېکړه مې وکړه چې زه به بیا هېڅکله ټوپک را وانه خلم،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه به جنګ د تل لپاره پرېږدم، او زه غواړم چې خپل پاتې ژوند له خپلو ماشومانو سره په سوله کې تېر کړم،»

سولې ته هیله مند

په داسې حال کې، چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په وړاندې د طالبانو او داعش زور کمېږي، ځایي خلک او تحلیلګران وایي هغوی سولې ته هیله مند دي.

په ننګرهار کې یوه سیاسي تحلیلګر محمد انور سلطاني وویل، «د سیمې هېوادونه پوه شوي چې که په افغانستان کې سوله نه وي، دا هېوادونه هم نشي کولی چې یو سوله ییز ژوند ولري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «بیا هم زمونږ ګاونډیان -- ایران، پاکستان او نور -- غواړي چې افغانستان بې ثباته وساتي، خو د هغوی خوب به هېڅکله هم ریښتیا نشي،‌ او زه باور لرم چې د سولې وروستۍ هڅې ډېرې هیله بخښونکې دي.»

سلطاني وویل، «داعش او طالبان نور د ننګرهار په ډېرو سیمو کې، چې یو وخت هغوی په کې واکمني کوله، نفوذ نه لري، او حکومت د هغو سیمو، چې په تېرو ۱۷ کالونو کې یې هېڅکله په کې حضور نه درلود، ډېرو برخو ته ور رسېدلی دی،»

د بټي کوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي همایون رحیمي، چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، «پخوا به که یو چا د بټي کوټ په هکله خبرې کولې، وار له واره به یې طالبان ذهن ته ورتلل،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس دلته دومره امنیت دی چې د نورو سیمو او ولایتونو اوسېدونکي د مالټو باغونو ته راځي او د مالټو مېلې کوي،»

رحیمي وویل، «دا صحیح ده چې چېرې چې امنیت وي هلته ژوند وي. مونږ په تېرو ۱۵ څخه تر ۱۶ کالو کې ښه ژوند نه دی کړی. هغه ژوند داسې وو لکه په محبس کې، خو اوس مونږ پوهېږو چې په سوله او امنیت کې ژوند څومره خوند کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500