امنیت

په ننګرهار کې د داعش او طالبانو په لسګونو نهیلي غړي تسلیم شول

د خالد زېري راپور

۲۶ طالب جنګیالي او ۱۱ د داعش غړي د وري په ۱۵مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې مقاماتو ته تسلیم شول. اورپکو په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا له یو لړ پوځي عملیاتو څخه وروسته خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې. [خالد زېری]

جلال اباد -- ۱۱ تنو د داعش غړو او ۲۶ طالب جنګیالیو، چې د افغان ځواکونو له خوا له پښو غورځول شوي او د خپلو یاغیتوبونو له ادعا شویو هدفونو څخه نهیلي شوي ول، په ننګرهار ولایت کې له یو لړ پوځي عملیاتو څخه وروسته خپلې وسلې پر ځمکه کېښودلې.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وري په ۱۵مه په ننګرهار کې د ملي امنیت ریاست په دفتر کې په یوه غونډه کې وویل، «د حکومت له خوا امن شوې سیمه له یوې ورځې څخه بلې ته پسې پراخېږي،»

هغه وویل، دغو عملیاتو «دواړه ګروپونه، چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې یې ورانکاري فعالیتونه ترسره کول، مجبور کړي چې جنګ بس کړي او له خپلو سپکو او درنو وسلو سره تسلیم شي،»

میاخېل وویل، تسلیم شویو طالبانو ته به «امنیت او وظیفې ورکړل شي چې وکولی شي د نورو په څېر یو د عزت ژوند وکړي،»

د وري په ۱۵مه، د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ولایتي دفتر کې د پخلا شویو طالبانو او داعشي اورپکو اړوندې وسلې نندارې ته اېښودل شوي دي. [خالد زېری]

د وري په ۱۵مه، د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ولایتي دفتر کې د پخلا شویو طالبانو او داعشي اورپکو اړوندې وسلې نندارې ته اېښودل شوي دي. [خالد زېری]

هغه زیاته کړه، «هغوی به د حرفوي روزنې پروګرامونه ترلاسه کړي، او وروسته به هغوی وظیفې ترلاسه کړي چې ژوند یې ښه شي او وکولی شي چې له خپلو ماشومانو سره یوځای یو سوله ییز ژوند وکړي،»

د یاغیتوب غلط هدفونه

تسلیم شویو اورپکو په خبري کانفرانس کې خبرې وکړې او له جګړې څخه ستړیا او کار او په سوله کې ژوند ته یېلېوالتیا څرګنده کړه.

د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکي او د طالبانو پخواني قوماندان علي خان شېبر، چې ۳۳ کاله عمر لري، وویل، هغه په دې خوښ دی چې د حکومت پر ضد جنګ پای ته رسوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په پيل کې، ما له طالبانو سره پټې اړیکې لرلې، خوو وروسته مې د غني خېلو ولسوالۍ په ۲۷مه، ۲۸مه او ۲۹مه سیمو کې فعالیت او د حکومت پر ضد جنګ کاوه. د عملیاتو له پيلېدلو او زمونږ لپاره د ستونزو په راولاړېدلو سره او دا چې هغه زمونږ جنګ نه وو، ما پرېکړه وکړه چې راشم او د سولې پروسې سره یوځای شم.»

هغه زیاته کړه، «زه غواړم چې وظیفه راکړل شي، او بیا به زه هېڅکله هم خپل وطن وران نه کړم. زه به تل د دې خلکو او د دې وطن خدمت کوم.»

عبدالله ګل، چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش د پلان جوړونې د ودانۍ د مدیریت مسؤل وو، وویل، هغه وروسته له دې د خپلې وسلې د کېښودلو پرېکړه وکړه چې د خپلې کورنۍ په هکله فکر ورسره پيدا شو او د یاغیتوب د غلطو هدفونو په هکله پوه شو.

ګل وویل، هغه له داعش سره له یوځای کېدلو څخه مخکې په کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو په لیکو کې جنګ کاوه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د جنګ په زیاتېدلو سره، ما دا نتیجه واخیستله چې د تېښتې لاره نشته او دا چې زما ماشومان به یتیمان پاتې شي». هغه له ملي امنیت ریاست سره رابطه وکړه او خپلې وسلې یې کېښودلې.‌

هغه زیاته کړه، د طالبانو او داعش دواړو جنګ د عقیدې جنګ نه دی بلکې یوازې یوه «لوبه» ده.‌

د سولې په لاره کې ګټې دي

د ملي امنیت ریاست د ننګرهار د څانګې رییس، ډګر جنرال نظرعلي واحدي، تاکید وکړ چې هغه تمه لري چې نور جنګیالي به هم دغه حالت درک کړي.‌

هغه په خبري کانفرانس کې وویل، «اوس، ډېرو طالبانو او د داعش غړو پخپله دا درک کړې چې دا جنګ د اسلام لپاره جنګ نه دی، ځکه چې هغوی خپل ورونه وژني،»

واحدي وویل، «ځینې مجبور کړای شوي وو چې له جنګ سره یوځای شي. له نېکه مرغه، اوس د هغوی ذهنونه بدل شوي دي، او هغوی پوهېږي چې دا جنګ د هغوی جنګ نه دی،»

هغه وویل، د اورپکۍ په پرېښودلو به هغه جنګیالي چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي، ګټې ترلاسه کړي، چې پیل به یې له کاري فرصتونو څخه وي.

واحدي زیاته کړه، «په ډېرو ولسوالیو کې، کله چې دغه ډول افراد تسلیم یا د سولې پروسې سره یوځای شي، مونږ هغوی ته د حرفوي روزنې فرصتونه برابروو،»

«مونږ به هغو ته چې اوس تسلیم شوي دي، کاري فرصتونه برابر کړو، او مونږ به د هغوی ماشومانو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړو چې هغوی وکولی شي یو سوله ییز ژوند وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500