د ښځو حقوق

زهرا الهام لومړنۍ ښځه ده چې د افغان ستوري مقام یې وګاټه

ای اېف پي

زهرا الهام د وري په ۱ په کابل کې د افغان ستوری نندارې په پایلوبه کې سندره وایي. هغه لومړنۍ ښځه ده چې دغه مقام یې ترلاسه کړ. [افغان ستوری/فېسبوک]

زهرا الهام د وري په ۱ په کابل کې د افغان ستوری نندارې په پایلوبه کې سندره وایي. هغه لومړنۍ ښځه ده چې دغه مقام یې ترلاسه کړ. [افغان ستوری/فېسبوک]

کابل -- یوې افغانې ښځې په لومړي ځل د سندرو ویلو سیالي وګټله، او هغه په داسې حال کې بریالۍ کېږي چې داسې وېرې مخ په ډېرېدلو دي چې کیدای شي ښځې له طالب اورپکو سره د یوه ممکنې معاملې په لړ کې په سختۍ سره ګټلي حقونه له لاسه ورکړي.

زهرا الهام چې د خپل عمر په ۲۰مو کالونو کې او د هزاره اقلیت له ډلې څخه ده، په افغان ستوري پروګرام کې له خپلو نارینه سیالانو څخه مخکې شوه. دا پروګرام د امریکن آیډل یوه محلي بڼه ده چې له ۱۳۸۴ کال راهیسې هر کال په سلګونو سړیو او ښځو په کې سره سیالي کړې ده.

الهام چې خوشاله وه، پنجشنبه ناوخته /د وري ۱/ د سیالۍ د پایلوبې په ترڅ کې حاضرو کسانو ته وویل، «نن ما د سړیو زړونه د هغوی له سینو څخه را واېستل،»

هغې په داسې حال کې چې خوښۍ ورته کېدلې، چکچکې کېدلې او ان ځینې ډېرو مینه والو یې له خوښۍ اوښکې تویولې، وویل، «زه ډېره ډېره خوشحاله یم، زه حتی د خپلو احساساتو د څرګندولو لپاره لفظونه نه لرم... نن ورځ، زه د افغانستان د ټولو نجونو استازیتوب کوم. نن نه یوازې زهرا الهام بلکې په افغانستان کې ټولو نجونو ګټلې ده،»

زهرا الهام لومړنۍ ښځینه سیاله ده چې د وري په ۱ یې په کابل کې د افغان ستوری سیالي وګټله. [افغان ستوری/فېسبوک]

زهرا الهام لومړنۍ ښځینه سیاله ده چې د وري په ۱ یې په کابل کې د افغان ستوری سیالي وګټله. [افغان ستوری/فېسبوک]

هغې، چې په ښه زیر او بم او تېز اواز مشهوره ده، وویل، هغې غوښتل چې په دې سیالۍ، چې په لومړۍ ځل په ۱۳۸۴ کې پیل شوه او د افغانستان یوه له مشهورو تلوېزیوني نندارو څخه ده، د نارینه ګټونکو واکمني پای ته ورسوي.

د ښځو له خوا ستاینې

سونیتا راسا د زهرا پر فېسبوک پاڼه لیکلي، «ستا ګټه د حسودو افغان سړیو پر مخ یوه څپېړه ده،»

یوه بل کاروونکي، طنین، لیکلي، «هیله ده چې ته له دې غټې ګټنې څخه وروسته ورکه نشې او هیله ده چې شرایط تا ته اجازه درکړي چې خپلو خوبونو ته د رسېدلو لپاره خپل کار ته دوام ورکړې.

ځوانې ښځې، چې په دې ښې پوهېږي چې د هغوی په څېر ښځې د طالبانو په واکمنۍ کې څنګه په کورونو کې دننه ایسارې شوې وې، په دې برخه کې ډېر خبرداری ورکوي چې هغوی به په خپلو حقونو چې په سختۍ سره یې ګټلي دي، جوړجاړی ونه کړي.

طالبانو په دې هکله لږ جزیات ورکړي چې هغوی په افغانستان کې څه غواړي، او دا روښانه نه ده چې له شخړې څخه وروسته حکومت به څنګه وي -- خو د اسلام په هکله د هغوی تر سخت تفسیر لاندې، اورپکو هېڅکله د ښځو په خوښه نه و او دافغان ستوری په څېر نندارې یې نه خوښولې.

د نندارې وړاندې کوونکي، مصطفی عزیزیار د انعام له وړاندې کولو څخه وروسته وویل،‌«سوله را روانه ده، هیله ده چې په را روانه سوله کې د افغان ستوري سیالي ځای ولري،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ده د شیطان په ستوري دې لعنت شي!

ځواب ورکړئ