هانګژو، چین -- افغان ښځینه ورزشکارانې چې د خپلو فعالیتونو او د ښځو د عمومي حقونو د سختو محدودیتونو له امله له افغانستان څخه وتلي، د چین په هانګژو ښار کې د اسیا په ۱۹مو لوبو کې سیالي کوي، او هیله لري چې نورې افغان مېرمنې «د هغوی د هیلو پوره کولو» ته وهڅوي.
دغو ښځو د ۱۴۰۰ د زمري په میاشت کې په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو څخه وروسته، چې د ښځو پر سپورت د اوسنيو چارواکو له خوا په اغیزمنه توګه بندیز ولګول شو، له نورو هیوادونو څخه چې هلته مېشتې دي، چین ته سفر کړی دی.
د ۱۳۰ سیالي کوونکیو، روزونکو او څارونکو په رسمي پلاوي کې چې له افغانستان څخه راغلی و چې د تلې له ۱ څخه تر ۱۶مې پورې په اسیایي لوبو کې ګډون وکړي، هېڅ ښځه نه وه.
د هغو ټیمونو په وړاندې چې منظم روزنیز پروګرامونه لري او د دولتونو له خوا یې تمویلېږي، ناشونې برېښي چې جلا وطنه ښځې ډېرې سیالۍ وګټي.
![افغان لوبغاړې فرشته کریمي او زهرا مرادي د تلې په ۸مه د چین په هانګژو کې د اسیایي لوبو په ترڅ کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د والیبال لومړنۍ لوبه کې د توپ مخه نیسي. [فېلېپ فونګ/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2023/10/03/44347-33x68fm-highres-585_329.jpg)
افغان لوبغاړې فرشته کریمي او زهرا مرادي د تلې په ۸مه د چین په هانګژو کې د اسیایي لوبو په ترڅ کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د والیبال لومړنۍ لوبه کې د توپ مخه نیسي. [فېلېپ فونګ/ای اېف پي]
![د افغانستان کیمیا یوسفي (منځ کې)، د لاوس سیلینا فا اپای (ښي لور ته) او د منګولیا سارنګوا اینخباتار د تلې په ۷مه د چین په هانګژو کې د اسیایی لوبو په ترڅ کې د ښځو په ۱۰۰ متره کې سیالي کوي. [ویلیام وېسټ/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2023/10/03/44348-33x44t4-highres-585_329.jpg)
د افغانستان کیمیا یوسفي (منځ کې)، د لاوس سیلینا فا اپای (ښي لور ته) او د منګولیا سارنګوا اینخباتار د تلې په ۷مه د چین په هانګژو کې د اسیایی لوبو په ترڅ کې د ښځو په ۱۰۰ متره کې سیالي کوي. [ویلیام وېسټ/ای اېف پي]
خو ورزشکاران او روزونکي وايي چې اصل موضوع دا نه ده.
د افغانستان د والیبال فدراسیون عمومي منشي خوشحال ملکزي رویټرز ته وویل، «په حقیقت کې زموږ او هم د نجونو لپاره مهمه خبره دا ده چې په دې ډول سیالیو کې ګډون او دلته راتلل دوی ته د راتلونکي لپاره هیله مندي ورکوي.»
د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې د پخواني رئیس حفیظ الله ولي رحیمي په وینا، ټولټال ۱۷ ښځې د والیبال، بایسکل ځغلونې او ټوپ او منډې په برخو کې د افغانستان تر دودیزو تور، سور او زرغون رنګونو لاندې سیالۍ کوي.
هغه وويل، دغه ښځې په ايران، ايټاليا او استراليا کې روزل شوي دي.
د اسوشیتد پرېس په وینا، رحیمي اوس د افغانستان له بهر څخه کار کوي خو لا هم د ډېرو هیوادونو له خوا د اولمپیک په چارو کې د هغه د رسمي استازي په توګه پیژندل کیږي.
هغه د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۶مه/ ناوخته د رارسېدلو په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، «موږ غواړو چې سپورت په بشپړه توګه له سیاست څخه لیرې وساتو، څو ورزشکاران وکولی شي په ازاده توګه د هېواد دننه او بهر خپل ورزشي فعالیت او پرمختګ وکړي.»
خپلې هیلې تعقیبوي
د والیبال په سیالیو کې، د بهرنیو ورزشي ادارو په مرسته تر سلو زیاتې بهر مېشتې افغانې ښځې برخه اخلي، چې ډېرې یې د والیبال لوبډلې غړې دي.
۲۵ کلنې منځني بلاکر مرسل خدري د یکشنبې په ورځ له دریو څخه د یوې غوره لوبې په ترڅ کې د جاپان په وړاندې د ۳-۰ ماتې خوړلو وروسته ای اېف پي ته وویل، «زه فکر کوم چې دا د افغانو ښځو لپاره یوه لویه هیله ده، چې خپل ارمانونه یې نه دي پرېښي، دوی باید خپل خوبونه تعقیب کړي.»
د افغانستان ۱۲ کسیزه لوبډله هم د اونۍ په پای کې د قزاقستان پر وړاندې مخامخ شوه. که څه هم چې د خپلو تجربه لرونکو سیالانو له خوا له سختې ماتې سره سره مخامخ شوهو لاکن په ښه روحیه کې پاتې شوه.
لوبغاړو چې پړوني یې په سر او اوږده پتلونونه یې اغوستي وو، د لوبې په پیل کې میدان ته د کېوتلو پر وخت یو بل ته د احترام پرځای کولو لپاره لاسونه پورته کړل.
کله چې افغانانو په ځنډ سره د جاپان په وړاندې خپل لومړی ګول وکړ، نندارچیان پاڅېدل او د خوښۍ چیغې یې جوړې کړې.
که څه هم چې دوی په دواړو لوبو کې په ۳ - ۰ وسوځېدل، لاکن دغه ځای ته په رسېدلو یې هم د ویاړ یو قوي احساس درلود.
خدری وویل، «د افغانو ښځو لپاره دا ډېره سخته وه چې په اسیایي لوبو کې ګډون وکړي ځکه چې دا زموږ لپاره یو ستونزمن حالت دی، ټول خلک د افغانستان له وضعیت څخه خبر دي.»
هانګ کانګ هم افغانو ښځو ته د دوشنبې په ورځ د دوی په وروستي مېچ کې درې - صفر ماتې ورکړه.
د خپلو ټولو سیالیو له لاسه ورکولو سره سره، خدري وویل چې دا «زموږ د ښځینه ټیم لپاره ښه تجربه وه.»
هغې وويل، «دا زموږ لومړۍ تجربه وه چې په اسيايي لوبو کې برخه واخلو. زه فکر کوم چې موږ ډېر د ناراحتۍ احساس کاوه، لاکن موږ خپله غوره هڅه وکړه.»
په هانګژو کې د والیبال ځینو افغان لوبغاړو له دې وېرې چې په افغانستان کې پاتې د کورنیو غړو ته به یې زیان ورسېږي، له مرکې کولو څخه ډډه وکړه.
د ۱۴۰۰ کال له زمري څخه وروسته، په سلګونو افغان ورزشکاران، روزونکي او چارواکي -- نارینه او ښځینه -- د نورو هېوادونو د المپیک ملي کمېټو له خوا د بشردوستانه وېزو له لارې ایستل شوي دي.
د المپیک چارواکو ویلي، که دوی په افغانستان کې پاتې شوي وای، نو له سترو خطرونو سره به مخامخ شوي وای.
اوس په افغانستان کې ښځې له یو لړ محدودیتونو سره مخامخ دي چې په لړ کې یې د لوړو زده کړو، عامه پارکونواو ګڼو دولتي دندو څخه منع کول شامل دي.
په داسې حال کې چې اقتصاد په ټپه ولاړ دی او ملیونونه افغانان خوراکي توکو، سرپناه یا روغتیایي پاملرنې ته لاس رسی نه لري،ښایي ورزشکاران ونشي کړای چې په خوندي توګه خپل وطن ته ستانه شي.
د القاعدې، د داعش د سیمه ایزې خراسان څانګې او نورو سیمه ایزو افراطي ډلو شتون هم د افغانستان خلکو ته یو ګواښ دی.
له محدودیتونو څخه سرغړونه
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې له ګواښونو او ویجاړونکو محدودیتونو سره سره، افغان ښځینه ورزشکارانې هوډمنې دي تر څو په عملي توګه پرمخ ولاړې شي.
ځغاستونکې کېمیا یوسفي، چې تېر کال له خپل ټاټوبي څخه د ځورونې له امله له وتلو څخه وروسته په استرالیا کې مېشته شوه، وویل چې هغه د جمعې په ورځ د سیالۍ په ترڅ کې «دلته د افغان نجونو استازیتوب کولو لپاره» راغله.
هغې وویل، «زما لپاره تر ټولو مهم شی دا دی چې په افغانستان کې زموږ د نجونو استازیتوب وکړم،»
۲۷ کلنې یوسفي چې دوه کاله مخکې یې د توکیو په المپیک کې د افغانستان بیرغ پورته کړ، په هانګژو کې د ښځو د ۱۰۰ متره اوږدې ځغاستې په لومړي پړاو کې سیالي وکړه.
که څه هم چې هغه په سیالۍ کې شاته پاتې شوه، ویې ویل چې دا غټه خبره ده چې هغې په لوبه کې برخه واخیستله، «او د هغو افغان نجونو استازیتوب یې وکړ چې د زده کړې او سپورت اجازه نه لري.»
هغې له افغان ښځو وغوښتل چې «پخپله کار کولو ته ملا وتړي.»
هغې وویل، «د دې معنی دا ده چې هغوی کتابونه ولولي،او هر هغه څه وکړي چې دوی په شخصي توګه ورته اړتیا لري.»
یوسفي چې تور پړونی یې په سر او ګلابي کمیس اغوستی و، په ۱۳.۳۲ ثانیو کې منډه ووهله.
هغه له بحرینۍ ګټونکې حجر الخلدي څخه نږدې دوه ثانیې وروسته وه، خو له خپل ځاني غوره درجې څخه یواځې ۰.۰۳ ثانیه شاتې پاتې شوه.
یوسفي وویل چې د لوبغالي فضا «حیرانونکې» وه.
یوسفي، چې د یکشنبې په ورځ یې د ۲۰۰ مترو په واټن کې هم سیالي وکړه، وویل، «خلک حیرانونکي دي او موږ ته ډېره انرژي راکوي،» هغه واټن په ۲۷.۵۳ ثانیو کې وواهه او اوم مقام یې ترلاسه کړ.