امنیت

طالبانو د جام څلي ساتونکي وژلي او کارکوونکي هڅه کوي چې څلی خوندي کړي

ای اېف پي

جام څلی د نړۍ دویم تر ټولو لوړ له خښتو جوړ څلی دی چې ۶۵ متره لوړوالی لري. [ډیویډ ادامېک]

جام څلی د نړۍ دویم تر ټولو لوړ له خښتو جوړ څلی دی چې ۶۵ متره لوړوالی لري. [ډیویډ ادامېک]

هرات -- چارواکو د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۶ مه/ وویل، جام څلی چې یوه د درناوي وړ افغاني تاریخي خزانه ده، هغه وخت له سخت خطر څخه وژغورل شو چې په سلګونو کارکوونکیو د سېلاو هغه غټې اوبه ترې چپې کړې چې د ۱۲مې میلادي پېړۍ د څلي بېخ یې تخریب کاوه.

سېلاوي بارانونو تېره اونۍ داسې سختې څپه لرونکې اوبه را واېستلې چې هغه ناله یې چې دغه څلی په کې ولاړ دی په سر واخیستله. جام څلی د یونیسکو د نړۍ والو میراثونو ساحه ده چې د غور ولایت په یوه لیرې پرته سیمه کې پرته ده.

په اخیستل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سېلاو خړې اوبه د خښتو څخه جوړ څلي بېخ ته ورتمبه وې. دغه څلی د ۱۱۹۰ میلادي کال په خواوشا کې جوړ شوی او هلته د موجودې لرغونې ساحې تر ټولو لوړه او مهمه معماري بلل کیږي.

افغان حکومت د ځایي کارکوونکو یوه ډله وګومارله چې درې ورځې یې کار وکړ او اوبه یې له څلي څخه چپې کړې. دغه څلی په داسې یوه سیمه کې واقع دی چې تر ډېره د طالبانو تر واک لاندې ده.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ای اېف پي ته وویل، «د اوبو جریان چپ کړای شوی دی، خو سېلاو د څلي د خواوشا ۱۵ متره (۵۰ فټه) محافظتي دېوال ړنګ کړی دی.»

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس فخرالدین اریاپور وویل، د کارپوهانو یوه ټیم ته عاجله اړتیا ده چې د څلي بېخ پاک کړي او مناسب دفاعي دېوالونه ورته جوړ کړي.

هغه ای اېف پي ته وویل، «اوس هغه ته خطر نشته، خو که بیا باران شي او سېلاوونه راوځي څلی ډېر زیات لوڅ شوی او کمزوری شوی دی.»

طالبانو په سیمه کې مرګوني بریدونه ترسره کړي دي

په ورته وخت کې، د څلي ساحې ته ورغلې لارې هغه وخت بندې شوي چې طالبانو د دوشنبې په ورځ په څو امنیتي پوستو چې د څلي ساتنه یې کوله بریدونه وکړل. چارواکو د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۸ مه/ وویل چې په بریدونو کې ۱۸ تنه امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

د غور د امنیه قوماندانۍ مرستیال سید ضیاء حسیني ای اېف پي ته وویل،‌«طالبانو د څلي خواوشا ته ځینې پوستې نیولي دي. مونږ مجبور شوو چې په شاتګ وکړو ځکه چې نور جنګ د څلي د تخریب سبب کېده.»

د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل، ۱۵ تنه د حکومت پلوې ملېشې غړي او ۳ پولیس ووژل شول.

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس فخرالدین اریاپور ای اېف پي ته وویل، «طالبانو مخابراتي پایې بندې کړي او سمیې ته لاسرسی یې پرې کړی دی.»

هغه وویل، «له سېلاو څخه د پاکولو کار ودرول شوی او مونږ نه پوهېږو چې هلته څه روان دي.»

د څلي په بڼه د امپراتورۍ پاتې شونی

جام څلی د نړۍ دویم تر ټولو لوړ له خښتو جوړ څلی دی چې ۶۵ متره لوړوالی لري.

هغه د غور او هرات ولایتونو په پوله د غوریانو د پخوانۍ امپراتورۍ په زړه کې پروت دی. غوریانو په ۱۲مه او ۱۳مه پېړیو کې په افغانستان او د هندوستانو په څه برخو واکمني کوله.‌

په ۱۳۸۱ کال کې، دغه څلی او د هغه لرغوني پاتې شوني په افغانستان کې لومړنۍ سیمه شوه چې د یونیسکو د نړۍ والو میراثونو په لست کې ورزیاته شوه.

یونیسکو ویلي هغه نه ده توانېدلې چې یاد څلي ته یې لاس ور ورسیږي.

یونیسکو په یوه اعلامیه کې ویلي، «سم چې د ساحې خواوشا حالات اجازه ورکړي، هغوی به یو ماموریت ترتیب کړي... چې کارپوهان د څلي وضعیت په مناسب ډول وارزوي.»

دغه څلی چې بېخ یې په اته ضلعي بڼه جوړ شوی په داخل کې دوه زینې لري او په دقیق ډول ښکلی کړای شوی دی.

د افغانستان غني کلتوري میراثونو ته د لسیزو اوږده تباه کوونکي حالت له امله پاملرنه نه کیږي، مدیریت یې په ناسم ډول کیږي، لوټل کیږي او هم د طالبانو له خوا په قصدي توګه ویجاړول کیږي.

افغان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د کابینې په یوه غونډه کې وویل، «حکومت باید لا نور جدي ګامونه واخلي چې په راتلونکي کې څلي ته د متوجه ګواښونو مخه ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500