کډوالان

په پاکستان کې افغان کډوالو په نویو بانکي حسابونو خوښي وښودله

د جاوېد خان راپور

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۱۵مه اخیستل شوی د پېښور په صدر کې یو افغان رسټورانټ لیدل کیږي. په پاکستان کې افغان کډوال کولی شي چې اوس د خپل هویت د تثبیت لپاره د ثبت د کارډ په ښودلو سره بانکي حسابونه پرانیزي.

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۱۵مه اخیستل شوی د پېښور په صدر کې یو افغان رسټورانټ لیدل کیږي. په پاکستان کې افغان کډوال کولی شي چې اوس د خپل هویت د تثبیت لپاره د ثبت د کارډ په ښودلو سره بانکي حسابونه پرانیزي.

پېښور -- د پاکستان د لومړي وزیر عمران دې نوې پالیسۍ چې په پاکستان کې افغان کډوالو ته اجازه ورکوي چې بانکي حسابونه پرانیزي وار له مخه ګټې رامنځته کړي دي.‌

خان د کب په ۶ مه په پاکستان کې بانکونو ته امر وکړ چې ټولو راجستر شویو افغانانو ته د حسابونو د پرانستلو اجازه ورکړي.‌

خان هغه وخت په یوه ټویټ کې ولیکل، «ما نن داسې لارښوونه وکړه چې راجستر شوي افغان کډوال کولی شي چې بانکي حسابونه پرانیزي، او له اوس څخه ایسته هغوی کولی شي چې د هېواد په رسمي اقتصاد کې برخه واخلي.»

هغه زیاته کړه، «دا کار باید ډېر پخوا شوی وای.»

په پاکستان کې افغان کډوال به وکولی شي چې له ناقانونه صرافیو سره د ذخیره کولو پر ځای اوس په خوندي توګه په بانکونو کې پیسې واچوي او ویې ساتي. [پېکسېلز]

په پاکستان کې افغان کډوال به وکولی شي چې له ناقانونه صرافیو سره د ذخیره کولو پر ځای اوس په خوندي توګه په بانکونو کې پیسې واچوي او ویې ساتي. [پېکسېلز]

د هېواد په بېلابېلو برخو کې بانکونو لارښوونې ترلاسه کړې چې د ثبت یا راجستر د ثبوت کارډونه چې د پاکستان د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې (نادرا) د کډوالو لپاره د هویت د اسنادو په توګه صادر کړي دي، قبول کړي. همدارنګه، د سلواغې په میاشت کې نادرا د ثبت د ثبوت د کارډونو لپاره د ارزونې آنلاین سیستم فعال کړ.‌

خوندیتوب او اسانتیا

یوه ۳۷ کلن مېوه پلرونکي مالک عزیز وویل، «دا زمونږ ټولو لپاره یو ښه فرصت دی، ځکه چې مونږ په کور یا دفترونو کې د پیسو ساتلو سره د ارام احساس نه کاوه.»

هغه وویل، اوس کډوال، لکه زه پخپله دا فرصت لري چې په پاکستاني بانکونو کې حساب ولري او خپلې پیسې په کې خوندي وساتي.

یوه افغان سوداګر حبیب الله چې د کباړي وسایلو یو کوچنی کاروبار لري،‌ وویل، «ما او زما دوستانو به پیسې په کور کې ساتلې چې هېڅکله هم خوندي نه وې. هغه زیاته کړه، هغه پلان لري چې ژر یو بانکي حساب پرانیزي.‌

هغه وویل، «دا به له مونږ سره مرسته وکړي چې خپلې پیسې خوندي وساتو او په اسانۍ سره یې لېږد رالېږد وکړو.»

د بانکي حساب لرل به د افغان کډوالو لپاره دا اسانه کړي چې له بهر څخه پیسې ترلاسه کړي او پاکستاني مقامات به وکولی شي چې د لېږد رالېږد معاملې وڅاري. تر دې مخکې به کډوالو دا پیسې د ناقانونه صرافیو له لارې چې پخوا په ناقانونه فعالیتونو لکه د ترهګرۍ په تمویل کې ښکېل ول، لېږدولې رالېږدولې.

یوه ۵۰ کلن افغان کډوال احمد شاه چې په حیات اباد کې اوسېږي، وویل، «دا به د هغو افغانانو لپاره چې په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي اوس اسانه شي چې خپلو کورنیو، په ځانګړې توګه ښځو ته، د خپلو بانکي حسابونو له لارې پیسې راولېږي.»

تیت او پرک خلک سره نښلول

هغه وویل، په پاکستان کې په زرګونو افغان کورنۍ د هغوی د هغو ځوانو غړو له خوا حمایه کیږي چې په متحده ایالاتو، برتانیا، د اروپا په نورو هېوادونو او نورو ځایونو کې کار کوي.

د احمد شاه په وینا، د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې اوسېږي او په پاکستان کې له خپلو کورنیو څخه پیسې ترلاسه کوي به هم د پيسو د لېږد رالېږد معاملې اسانې شي.

هغه وویل، د پاکستان او افغانستان تر منځ د پیسو د لېږد رالېږد ډېرې معاملې په چوک یادګار کې د صرافانو له لارې چې د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې ناقانونه اعلان کړي دي،‌ کېدلې. په وروستیو میاشتو کې په دغسې صرافیو ډېرې زیاتې چاپې اچول شوي دي.

په پېښور پوهنتون کې د نړۍ والو اړیکو د ماسټرۍ یوه محصل یوسف علي وویل، دا کار «به په زرګونو کورنیو سره مرسته وکړي چې د خوندي چینل له لارې او ناقانونه صرافیو ته له مراجعې څخه پرته پیسې ولېږي او ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړه، پاکستان تېره میاشت په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدلو وخت د ۱۳۹۹ د چنګاښ تر ۱۰مې پورې اوږد کړ چې نړۍ والې ټولنې وستایه.

علي وویل، «پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې کډوالو ته په هېواد کې ښه ملاتړ برابر کړی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

pakistan pa khpalo drogh wado afghanano ta hamesha doke warkare de

ځواب ورکړئ

ددی تضمين به څوک وکړي چه په يو دم او تصادفی توګه دی د افغانانو سرماېې په پاکستانې بانکونو کې نه کنګل کيږې ,او د وضیعت په بدلون سره دې ورته دهغوی پانګي بيرته ورکړل شی ؟ خبره داده چه پاکستان اوس کوشش کوي چه خپلی پيسې مهار کړی او د خپل نور مخ په خرابيدو اقتصاد مخنيوی وکړي په دی ترتيب چه د ای ام اف نه دقرضی په عوض افغانانو پيسې په بانکونو کی داچونی په صورت کی دوي دهغه شرايطو او سود اندازه کانترولوی چه دپيسو نړيوال صندوق لخوا ورباندې وضع کيږی. بل دوی ته اولویت داده چه څنګه وکولای شې دوي د پيسو دپړسوب مخه ونيسی .

ځواب ورکړئ

اصلا پاکستان له افغانانو سره مرسته نه ده کړی بلکه پاکستان د پخوانيو تنظیمي ډلو او د طالب ترهګرو په روزلو سره افغانستان نه بدبختی راوړله، افغانستان یی وران ویجاړ او کنډواله کړ. دا خبره چورلټه غلطه ده چې څوک وایي چې پاکستان له افغانانو سره مرسته کړی ده، افغانستان چې وران شو د پاکستان او ایران له لاسه وران شو. تاسو باور وکړئ چې روسانو افغانستان دومره نه دی وران کړی لکه څومره چی د پاکستان له خوا جوړو شویو ترهګرو او ډلو ټپلو وران کړ. دا اوس ګورئ په دا وروستیو کالونو کی امریکا، جرمني، هندوستان او نور هیوادونه هڅی کوي چې افغانستان جوړ شي، غربي عسکر چی نه یې دین له مونږ سره شریک دی او نه مذهب کوشش کوي چی د افغانستان تاسیسات جوړ شي، د افغانستان اردو، پولیس، امنیت، تجارت، اقتصاد په خپلو پښو ودریږي لاکن پاکستان او ایران کوشش کوي چی افغانستان کنډواله او ویجاړ پروت او د هغوی محتاج وي. په کار دی چی په ایران د حملې په صورت کې افغان ځوانان د نړۍ وال ایتلاف ملاتړ وکړي او د ایران چټل سیستم له منځه وړلو کې مرسته وکړي او همدا کار باید د پاکستان پر ضد چې اتومي وسله یې د ټولې لپاره خطر دی هم وکړي.

ځواب ورکړئ