کابل -- افغان او پوځي سرچینو د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۹مه/ وویل، د ایتلاف یوه هوایي برید د طالبانو د جلا شوې ډلې قوماندان او څو نور جنګیالي په هرات ولایت کې ووژل.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، قوماندان ملا ننګیالی د ایران سرحد ته نژدې په شینډنډ ولسوالۍ کې ووژل شو.
ملا ننګیالی وروسته له هغه مشهور شو چې په ۱۳۹۴ کې د طالبانو د مؤسس مشر ملا محمد عمر د مړینې راپورونه خپاره شول. دغه راپورونه د هغه له واقعي مړینې څخه دوه کاله وروسته خپاره شول.
د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو یوه ډله د اسلامي امارت د عالي شورا په نامه د طالبانو له اصلي ګروپ -- د کوېټې شورا -- څخه جلا شوه او ځان یې د مستقل بنسټ په توګه اعلان کړ.
رسول او د هغه پلویانو د طالبانو د اوسني مشر ملا هبت الله اخوندزاده د سلف ملا اخترمحمد منصور (چې په ۱۳۹۵ کې ووژل شو) د مشرۍ په وړاندې اعتراض درلود.
له دغه درز څخه وروسته، رسول ننګیالی د هرات د تش په نامه والي په توګه مقرر کړ.
د ولایت د امنیه قوماندانۍ یوې جیګپوړې سرچینې وویل، دغه هوایي برید ایتلافي ځواکونو ترسره کړ.
په افغانستان کې د متحده ایالاتو یوه ویاند تایید کړه چې امریکایي ځواکونو «د افغان ځواکونو د ملاتړ په لړ کې یو دفاعي هوایي برید» ترسره کړ.
زه فکر کوم چې د ملا ننګیالي وژل یوه غلطي وه ځکه چې هغه د ملا رسول ګروپ پورې تړلی وو، او دا د طالبانو هغه جلا شوې ډله ده چې د طالبانو د اصلي ګروپ پر ضد، چې د پاکستان، ایران، روسیې او بهرنیو ځواکونو له خوا یې ملاتړ کیږي، یې جګړه کوله. د طالبانو دغه جلا شوی ګروپ تل په رسنیو کې دا وایي چې د طالبانو اصلي ډله د پاکستان ګوډاګۍ ده او د افغان ملکیانو او افغان ملي امنیتي ځواکونو په وژنه یې تورنوي. د ملا رسول ډله په افغانستان کې یوازې د بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړه کوي. په دغه ګروپ کې ډېر صادق او هېوادپال خلک موجود دي چې د داسې یوه ازاد او خپلواک افغانستان غوښتونکي دي چې باید د هېڅ بهرني هېواد تر نفوذ لاندې نه وي. د طالبانو دغې جلا شوې ډلې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د عامه فوایدو د پروژو لکه د اوبو او برېښنا د بندونو، سرکونو، او نورو هغو پروژو ساتنه کړې چې خلکو او هېواد ته ګټه ور رسوي.
ځواب ورکړئ1 تبصره