افغانستان کې په جلا جلا پېښو کې ۲۴ ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- افغانستان کې په تازه جنګونو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي دي.

اورپکو کندوز ولایت کې د می په ۳۱مه د بس د سپرلیو په عامه تښتونه کې چې راپور یې سنټرل ایشیا آنلاین د می په ۳۱مه ورکړی و لږ تر لږه ۱۳ یرغمالیان ووژل.

ددې پېښې په اړه مخکینیو راپورونو کې ویل شوي وو چې ترورستانو شاوخوا ۲۰۰ سپرلۍ تښتولې وې چې زیاتره یې بیا خوشې کړې وې.

طالبانو ددې قتل عام مسوولیت په غاړه اخیستی و.

بلخوا ته ترورستانو د جون په لومړۍ نېټه د غزني ولایت په غزني ښار کې د استیناف پر محکمه برید وکړ کوم کې چې یې لږ تر لږه څلور ملکيان او یو پولیس افسر ووژل، دا خبر طلوع نیوز د ولایت د امنیه قوماندان امین الله امرخېل په له خولې ورکړ. ټول څلور ترورستان وژل شوي وو.

امین الله وویل چې امنیتي ځواکونو ددغو ترورستانو - چې ټول ځانمرګي بریدګر وو - محکمې ته د ننوتلو مخنیوی کړی و.

د طلوع نیوز له مخې د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي وویل چې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼي ولسوالۍ کې یو محلي قوماندان هغه وخت ووژل شو کله چې د هغه په ګاډي کې ایښودل شوی بم د جون په لومړۍ نېټه وچاودېدلو.

د پژواک خبري اژانس له مخې د بلخ د پولیسو ویاند ډګروال شیر جان دراني وویل چې په دغه ولایت کې په همدغې ورځ د شولګرې ولسوالۍ امنیه قوماندان بسم الله د سرک د غاړې په یو بم کې ووژل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500