کابل - ډيلي ميل راپور ورکړ چي د می په ۲۷ مه انګلستان دا احتمال لري چې ژر تر ژره نور عسکر افغانستان ته واستوي.
احتمالي پلانونو کي لږ تر لږه د یو کال لپاره د روزنې ماموريت او ۱۰۰ څخه زيات سرتېري د کابل د ساتنې لپاره استول شامل دي.
د روزنې ماموریت په۴۵۰ سرتېرو شامل دی. که چیري لندن دا ماموریت وغځو، دا به د ۲۰۱۶ کال پرځای په ۲۰۱۷ کال کې پای ته رسي.
د بریتانیا لومړی وزير ډیویډ کامرون تمه لري چي په جون کې په وارسا کې د ناټو په غونډه کې د دغو پلانونو اعلان وکړي.