طالبانو په سرپل کې ۱۷ نورمسافر وتښتول، په کندوز کې یې ۲ تنه ووژل

د سټاف راپور

سرپل، افغانستان -- طالبان اورپکي د بس مسافرو د تښتولو اوسنۍ لړۍ ته ادامه ورکوي.

خامه پریس د سرپل ولایت د والي د ویاند ذبیح الله اماني له قوله د جون په ۲مه خبر ورکړ چې اورپکو په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې ۱۷ تنه مسافر وتښتول.

دغه بس له بلخاب ولسوالۍ څخه سرپل ښار ته روان وو.

اماني وویل چې ولایتي چارواکو له ځایي قومي مشرانو نه وغوښتل چې منځګړتوب وکړي.

په عین حال کې، د خامه پریس د راپور په اساس، د کندوز ولایت امنیه قوماندان محمد معصوم هاشمي د جون په ۲مه وویل چې طالبانو په دې وروستیو کې په کندوز ولایت کې د هغو ۱۰ تنو مسافرو څخه چې هغوی څو ورځې مخکې تښتولي وو دوه تنه نور وژلي دي.

خامه پریس راپور ورکړی وو چې طالبانو د می په ۳۱مه په کندوز ولایت کې د شپږو بسونو او ویګنونو نه ۱۸۵ تنه مسافر تښتولي ول، چې زیاتره یې ترې بیا خوشې کړي خو ۱۳ یې وژلي او ۱۰ تنه نور یې له ځانونو سره ایسار کړي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500