افغان جنګيالو ۵۰ تنه سپرلۍ تښتولي دي او ۱۰ سرتېري يي وژلي دي

د سټاف راپور

کندوز، افغانستان - رسنيو راپور ورکړ چي د افغانستان طالبانو, راوروسته تمايل ته ادامه ورکولو سره، په کندوز ولایت کې ۵۰ سپرلۍ د جون په ۸ مه تښتولي دي. دوی په ارزګان ولایت کې هم لږ تر لږه ۱۰ افغان ځواکونه هم وژلي دي.

د طلوع خبري اژانس د يو چارواکي له خولي وايي چي طالبانو د کندوز ښار ته نږدې سپرلۍ تښتولي دي. د سپرلو دغه بس له بدخشان ولایت څخه کابل ته روان و.

د پژواک خبري اژانس له مخې، د کنودز والي اسد الله عمر خيل وايي چي افغان ځواکونو اووه سپرلۍ ژغورلي دي.

په تېره اونۍ کي طالبانو د کندوز-نه-بغلان لويې لارې باندي ۲۰۰ د بس او يو موټر سپرلۍ وتښتولې. ‌لسګونه يي په کي ووژل او اکثریت يي خوشې کړل. اته تنه سپرلۍ تر اوسه ورکې دي.

خامه پریس د يو ځايي امنيتي چارواکي، د نوم نه ښودلو په شرط، له خولې راپورورکړ چي د جون په ۷مه په ده راهود ولسوالۍ، ارزګان ولایت کې په یوه پوست باندې د طالبانو په وروستي بريد کې لږ تر لږه ۱۰ افغان ملي اردو (ANA) عسکر وژلي شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500