ازبک کسان د بهرمسافرۍ نه وروسته د پوښتنې سره مخامخ دي

د سټاف راپور

تاشکند - ازبک اتباع چې بيرته ازبکستان ته راځي د پوليسو په مرکزونو د پوښتنې سره مخامخ دي، آن که د دوی سفرونه يوازې يو څو ورځې دوام وکړ، دا خبر اسيا ټيرا د جون په ۷ مه د تاشکند د ښځي، چې له اذربایجان څخه بيرته راغلي وه، خولې ورکړ.

د نوم نه ښودلو په شرط دې ښځې وویل چې پوليسو د هغې څخه وغوښتل چې راشي او په آذربایجان کې د خپل سفر په هکله خبرې اترې وکړي. هغوی د ازبک کسانو، کوم چي اذربايجان او بیلاروس ته تللي و، يو فهرست د تاشکند هوايي ډګر کي موجود معلوماتو نه تيار کړی و.

دا ښځه وايي، چې د پوليسو يو افسرهغي نه د خپل سفر او په اذربايجان کې د پاتې کيدو د ادرس په هکله غوښتنه وکړه.

هغې وويل، د پولیسو یو لوی مرکزکي د هغې نه نوره پوښتنه وشوه. هغې ۱۰ نورو ازبک مسافر په داسي حال کي وليدل.

څو سوه راديکال ازبک کسان بهر ته تللي دي چي په شام ، عراق او افغانستان کې د وسله والو تر څنګ جګړه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500