غزني، افغانستان -- ازادۍ راډېو د جون په ۹مه د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې طالب اورپکو د جون په ۷ مه ۱۲ تنه بندي امنیتي منسوبین د غزني ولایت په اناردره ولسوالۍ کې ووژل.
د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوېد سالنګي وویل چې طالبانو دغه منسوبین په غزني کې له بېلابېلو لویو لارو څخه د جون په ۳مه او ۵ مه تښتولي ول.
د افغان ملي اردو د استخباراتو یوه افسرغلام محمد طاهري د جون په ۸ مه وویل چې په ۱۲ تنو نیول شویو بندیانو کې ۷ تنه د پولیسو افسران، ۳ تنه د افغان ملي اردو عسکر او ۲ تنه د ملي امنیت د ریاست (NDS) افسران شامل ول.