جوزجان، افغانستان -- د ازادې اروپا د ازادۍ راډېو ترکمني څانګې د جون په ۱۴مه راپور ورکړ چې، په جوزجان ولایت کې افغان طالبانو روژې ته په نه احترام سره خپل فعالیتونه لا ډېر چټک کړي دي.
د ازادې اروپا د ازادۍ راډیو د خبریال شمیردانګولي میرادي د راپور په اساس، طالبانو د جون په ۱۲مه له شبرغان سره نژدې نظامي پوستو باندې حمله وکړه.
افغان ځواکونو د افغانستان په شمال کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ترقوماندې لاندې د هوايي الوتکو په راغوښتلو بېرته ځواب ورکړی او طالبانو ته یې درانه زیانونه وراړولي دي. هغوی له ۲۰ تنو څخه ډېرطالبان نیولي دي.