د طالبانو مخالف افغان-ترکمن قوماندانان ترکمنستان ته بلل شوي دي

جمعه ګلي انایېف

عشق اباد -- د ازادې اروپا د ازادۍ راډېو ترکمني سروېس د جون په ۲۲مه د اورپکو د یوه مشر امیر الابیرین کاریاد له قوله راپور ورکړ چې، په افغانستان کې د طالب ملېشو خلاف ترکمن نژاده مشران په دې وروستیو وختونو کې د ترکمنستان د حکومت په بلنه عشق اباد ته رسېدلي دي.

په افغانستان کې د ترکمن نژادي اقلیت غړو د فاریاب او جوزجان په څېر شمالي ولایتونو کې د دې له پاره د اورپکو ګروپونه جوړ کړي دي چې له طالبانو سره جګړه وکړي.

عشق اباد ته د بلنې د دلیل په هکله څه نه دي ویل شوي. ډېر کم داسې پېښېږي چې ترکمنستان ترکمن - افغانانو ته وېزې ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500