جنوبي کوریا او کاناډا له افغانستان سره د ۵۷۵ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې ژمنه وکړه

د سټاف راپور

وارسا -- خامه پریس د جولای په ۱۰مه راپور ورکړ چې کاناډا او جنوبي کوریا په افغانستان کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو او د ملکي پرمختیا د پروژو د ملاتړ له پاره د ۳۹.۴ ملیارده افغانیو (۵۷۵ میلیونه امریکايي ډالرو) مرستې برابرولو ژمنه کړې ده.

دواړو هیوادونو دا ژمنې په وارسا کې د جولای په ۸-۹مه د ناټو د غونډې پر وخت وکړې.

خامه پریس د کورین هیرالډ ورځپاڼې په حواله وویل چې کوریا به له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د ظرفیت جوړولو په برخه کې خپله ونډه ټوله ۹.۲ ملیارده افغانۍ (۱۳۵ ملیونه امریکايي ډالر) ورکړي.

د افغان دولت د اجرایوي رییس عبدالله عبدالله دفتر په یوه وینا پاڼه کې وویل چې کاناډا په راتلونکو دریو کلونو کې افغانستان ته د ټولې ۳۰ ملیارده افغانیو (۴۴۰ ملیونه امریکايي ډالرو) مرستې برابرولو سره موافقه کړې ده.

په وینا پاڼه کې ویل شوي چې په دې مرسته کې ۱۱.۶ ملیارده افغانۍ (۱۷۰ میلیونه امریکايي ډالر) د افغان ملي امنیتي ځواکونو له پاره او ۱۸.۵ ملیارده افغانۍ (۲۷۰ ملیونه امریکايي ډالر) د ملکي سکټور له پاره شاملې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500