اقتصاد

نړیوالې ژمنې د افغانستان له پرمختګ سره مرسته کوي

اعزازالله

نړیوال ملاتړ او امنیتي روزنه د افغانستان له پرمختګ سره مرسته کوي. دلته، د افغانستان سرحدي پولیس د اګست په میاشت کې په کابل کې په یوه کمپ کې روزنه اخلي. [د اعزازالله عکس]

نړیوال ملاتړ او امنیتي روزنه د افغانستان له پرمختګ سره مرسته کوي. دلته، د افغانستان سرحدي پولیس د اګست په میاشت کې په کابل کې په یوه کمپ کې روزنه اخلي. [د اعزازالله عکس]

کابل -- افغان تحلیلګران او کارپوهان وایي چې د نړیوالې ټولنې مرسته د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ له پاره ډېر اهمیت لري.

په کابل کې د اقتصادي چارو تحلیلګر او د افغانستان مجلې مدیر فضل حق مراد سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان له دېرشو کالو څخه د ډېر وخت راهیسې له هرې زاویې څخه وهل شوی او سخت ویجاړ کړای شوی دی. دا د افغانستان له پاره ډېره ګټوره ده چې نړیواله ټولنه دلته راغلې ده او له تېرو ۱۵ کالو راهیسې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي.»

مراد وایي چې افغانستان یو ستراتیژيک اهمیت لرونکی په چټکۍ سره وده کوونکی او سر پورته کوونکی مارکېټ دی چې په نړۍ کې د یو شمېر ډېرو لویو او په چټکۍ سره وده کوونکیو مارکېټونو ته نژدې پروت دی. «دا ټول د نړیوالې ټولنې د مرستې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت په حکومت باندې د اعتماد له امله دي. د ملي وحدت حکومت د بیا رغونې هڅو ته ژمن دی، او هیله دا ده چې نړیواله ټولنه به لا نوره مرسته وکړي.»

د افغانستان د سوداګرۍ مرستیال وزیر محمد قربان حقجو سلام ټایمز ته وویل چې حکومت دې ته ژمن دی چې افغانستان له یوه مصرفوونکي اقتصاد څخه د صادراتو په یوه سرچینه باندې واړوي.

هغه وویل، «هیله دا ده چې وښودل شي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت د افغان وګړو له پاره د یوې بهترې راتلونکې له پاره ژمن دی چې دا د بیارغونې له روانو هڅو څخه معلومېږي. نړیواله ټولنه له مونږ سره مرسته کوي، او مونږ به د یوه بهتر افغانستان له پاره خپلې هڅې ترسره کړو.»

د سوداګرۍ پخواني مرستیال وزیر مزمل شینواري په ځانګړې توګه د هغو ژمنو په هکله خبرې وکړې چې نړیوالې ټولنې د وارسا په غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا له پاره د ناټو د ماموریت په هکله کړې وې. هلته، د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو لومړي مرستیال وزیر لیم سونګ نم وعده وکړه چې په راتلونکیو کلونو کې به افغانستان ته ۱۳۵ میلیونه ډالر ورکړي چې له دغه هېواد سره د هغه د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو د ښه کولو په برخه کې مرسته وکړي.

شینواري وویل، «د نړیوالو مرستو په اساس، د ملي وحدت حکومت باید د یوه بهتر راتلونکي له پاره سخت کار وکړي.»

په غونډه کې، د ناټو هېوادونو مشرانو په دې برخه کې خپله ژمنتیا تکرار کړه چې په افغانستان کې اوږدمهالی امنیت او ثبات یقیني کړي، په دغه هېواد کې له ۲۰۱۶ کال څخه وروسته د قاطع ملاتړ ماموریت حضور وساتي، او د افغانستان له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکړي. شینواري وويل، «په افغانستان کې هر څه په امنیت پورې تړلي دي؛ که مونږ بهتر امنیت ولرو افغانستان به ژر وده وکړي. او حکومت هم په ګټوره لاره روان دی.»

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، استرالیا هم په وارسا غونډه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د ۳۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو ژمنه وکړه، او کاناډا هم مرسته وکړه.

هغه وویل، «کاناډا د وارسا په غونډه کې په افغانستان کې د امنیت د ملاتړ او پرمختیا له پاره د درې کالو په بهیر کې د ۴۶۵ میلیونه امریکایي ډالرو مرستې اعلان وکړ، او مونږ هیله لرو چې مرسته ژر تر ژره ترلاسه کړو او خپل اقتصاد او امنیت ته وده ورکړو.»

په کابل پوهنتون کې د اقتصاد یوه استاد تاج محمد اکبر د نړیوالې ټولنې له خوا له وروستیو ژمنو څخه وروسته خوشبیني څرګنده کړه. هغه وویل، «د افغانستان حکومت ژمن دی چې زمونږ د خلکو له پاره دغه هېواد ته پرمختګ ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاج محمد بلکول سه وای...

ځواب ورکړئ