۳۰ افغان طالبان په جګړه کې ووژل شول؛ ۱۶ نور په هرات کې د سولې پروسې سره یوځای شول

د سټاف راپور

هرات -- چارواکو وویل چې لږ تر لږه ۳۰ تنه افغان طالب اورپکي په هرات ولایت کې په تازه ویجاړوونکې جګړه کې ووژل شول، په داسې حال کې چې ۴ تنه بهرني سیلانیان په یوه ترهګریزه حمله کې ټپیان شول.

طلوع نیوز د اګست په ۴مه د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د طالبانو د دوو سیالو ډلو تر منځ په نښتو کې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې په دوو ورځو کې ۳۰ تنه طالبان ووژل شول.

چارواکي وویل چې د وژل شویو طالبانو له ډلې څخه لږ تر لږه ۲۰ تنه د طالبانو د تازه ټاکل شوي مشر ملا هیبت الله اخندزاده ملاتړي ول. پاتې ۱۰ کسان د هغوی د مخالف لوري غړي ول.

په ورته وخت کې، د طلوع نیوز د راپور له مخې، د هرات ولایت د امنیې قوماندان محمد ایوب انصاري د اګست په ۳مه وویل چې ۱۶ تنو یاغیانو په وروستیو کې یاغیتوب ته د پای ټکی کېښود او په هرات ولایت کې د سولې له پروسې سره یوځای شول.

هغه وویل چې تسلیم شویو اورپکو د شینډنډ، ادرسکن او غوریان په ولسوالیو کې فعالیتونه کول.

په ورته وخت کې، خامه پرېس راپور ورکړ چې اورپکو د اګست په ۴مه په هرات ولایت کې په یوه موټر باندې چې له بامیان ولایت څخه یې بهرني سیلانیان انتقالول ډزې وکړې. په پېښه کې لږ تر لږه څلور تنه ټپیان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500