۲۹ تنه افغان طالبان ووژل شول؛ په بلخ کې د اورپکو د استخباراتو رییس ونیول شو

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغان سرتېرو په وروستیو کې په پکتیا ولایت کې لږ تر لږه ۲۹ تنه اورپکي ووژل او په بلخ کې یې د طالبانو د استخباراتو رییس ونیوه.

د پکتیا ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال قادرګل ځدران د اګست په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې عسکرو د دغه ولایت په جانیخېل او څمکني ولسوالیو کې لږ تر لږه ۲۹ تنه طالبان ووژل.

ځدران وویل چې اردو او محلي پولیسو ۲۱ تنه طالبان په جانیخېلو او ۸ تنه طالبان په څمکني ولسوالۍ کې ووژل.

خامه پرېس د اګست په ۳مه راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست منسوبینو په وروستیو وختونو کې په بلخ ولایت کې د طالبانو د استخباراتو د مشر مرستیال ونیوه.

د ملي امنیت ریاست وویل چې د ملي امنیت ریاست منسوبینو دغه نیونه د بلخ ولایت په ده دادي ولسوالۍ کې ترسره کړه.

په ورته وخت کې، طلوع نیوز د لغمان ولایت د والي د ویاند سرحدي ځواک له قوله خبر ورکړ چې د اګست په ۴مه د سړک د غاړې یوه بم د دغه ولایت په مهترلام کې یو امنیتي ساتونکی وواژه او د لغمان د ولایتي شورا د مشر محمد طاووس عادل په شمول ۸ تنه نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500