افغان ځواکونو په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې ۱۶ تنه اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- وروستیو جګړو په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه اورپکي او درې تنه امنیتي منسوبین ووژل.

د پکتیکا ولایت د والي ویاند نجیب الله پیرخېل د اګست په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ارګون ولسوالۍ له پاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال په شمول لږ تر لږه ۹ تنه طالبان په دغه ولایت کې له عسکرو سره په جګړه کې ووژل شول.

په ورته وخت کې، پژواک خبري اژانس د اګست په ۳مه د ننګرهار ولایت د والي د ویاند عطاءالله خوګیاڼي له قوله راپور ورکړ چې عسکرو د یاد ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ درې سیمې له اورپکو څخه پاکې کړې چې په نتیجه کې یې د داعش ۷ کسان ووژل شول.

هغه وویل چې عسکرو د داعش د استخدام یو مرکز ویجاړ کړ.

د پژواک خبري اژانس د عین راپور په اساس، څنګ ته د پکتیا ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال قادرګل ځدران تایید کړه چې اورپکو همدارنګه په جانیخېل ولسوالۍ کې د تلاشۍ په پوستو حمله وکړه چې درې تنه پولیس افسران یې ووژل.

هغه وویل چې ګڼ حمله کوونکي هم ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500