۶ افغان پولیس او ۱۸ اورپکي ووژل شول

د ستاف راپور

کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د وروستیو جګړو په جریان کې لږ تر لږه ۱۸ تنه اورپکي او ۶ تنه پولیس افسران ووژل شول.

د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ ولسوال حاجي عبدالغني پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر ۶ مه) په یاده ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو حمله وکړه چې ۵ تنه پولیس افسران یې ووژل.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، په ورته وخت کې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر ۶ مه) تایید کړه چې د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې عسکرو په وروستیو وختونو کې «ګڼ شمېر» طالبان ووژل. هغه زیاته کړه چې په جګړه کې یو پولیس افسر هم ووژل شو.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، په عین ورځ چارواکو خبر ورکړ چې وروستۍ جګړې په سرپل او جوزجان ولایتونو کې درې تنه اورپکي ووژل.

د کندوز ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال قسیم جنګل باغ پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه ځانمرګي بمي بریدګر د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر ۶ مه) خپل ځان مخکې له دې چې خپل احتمالي هدف، یوه بانک، ته ورسېږي والوزاوه. هغه وویل چې ۴ تنه ملکي خلک ټپي شول، او زیاته یې کړه چې بمي بریدګر هغه وخت خپل ځان ته چاودنه ورکړه چې ځواکونو هغه وپېژاند.

پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال داد محمد حریفي د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر۶ مه) وویل، په دغه ولایت کې د ملي امنیت ریاست په تېره اونۍ کې ۱۱ تنه شکمن اورپکي ونیول، چې یو کس په کې داسې وو چې د ځانمرګي بمي برید د کولو شک پرې کېده.

هغه وویل، داسې باور کېده چې شکمن کس په یوه کونسلګرۍ بمي برید وکړي.

سربېره پر دې، د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ (د ډسمبر۷ مه) وویل، افغان هوایي ځواک په وروستیو وختونو کې په پکتیکا او کندوز ولایتونو کې د اورپکو په پټنځایونو باندې بمباري وکړه او ۱۴ تنه یاغیان یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500