کابل -- رسنیو د سه شنبې په ورځ /د جنورۍ ۳ مه/ راپور ورکړ، چې په بدخشان او پروان ولایتونو کې له اورپکو سره په وروستۍ جګړه کې لږ تر لږه ۸ تنه افغان امنیتي پرسونل ووژل شول.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، یوې سرچینې د سه شنبې په ورځ /د جنورۍ ۳ مه/ وویل، چې لږ تر لږه ۶ امنیتي سړي -- څلور د افغان ملي اردو عسکر او دوه پولیس -- د بدخشان ولایت د فیض اباد په لمنو کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.
له دې جلا، طلوع نیوز راپور ورکړ چې، د پروان د امنیې قوماندان محمد زمان مموزي وویل چې اورپکو د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲ مه/ د پروان ولایت په چاریکارو کې په یوه وسله واله نښته کې دوه تنه پولیس ووژل.