په لوګر کې ۱۰۳ افغان اورپکي ووژل شول؛ په ننګرهار کې ۹ تنه اورپکي ونیول شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ، افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۰۳ تنه اورپکي ووژل او ۹ تنه نور یې په بېلابېلو تصفیوي عملیاتو کې ونیول.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د سه شنبې په ورځ /د جنوري۱۰ مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل، عسکرو د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې دوه اونیز اوږده عملیات ترسره کړل چې د دوشنبې په ورځ /د جنوري ۹ مه/ پای ته ورسېدل.

هغه وویل، په مړو اورپکو کې ۱۰ تنه بهرني جنګیالي او ۴ ځانمرګي بمي بریدګر شامل ول.

په عین حال کې، د ننګرهار ولایت د غني ولسوالۍ اداري مدیر عبدالوهاب د سه شنبې په ورځ /د جنوري۱۰ مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغې ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ /د جنوري ۹ مه/ عسکرو ۹ تنه طالبان ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500