لشګرګاه، افغانستان -- چارواکو وویل چې د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې په سخته جګړه کې خواوشا ۱۰۰ تنه طالب اورپکي او یو شمېر عسکر ووژل شول.
خامه پرېس او طلوع نیوز راپور ورکړ چې عسکرو د اګست په ۱۱مه وروسته له هغه طالبان له ولسوالۍ څخه و ایستل کله چې اورپکو د اګست په ۱۰مه هڅه وکړه چې د ولسوالۍ اداره ونیسي.
د خامه پرېس د اګست د ۱۱مې د یوه راپور په اساس، د افغان ملي اردو د لوی درستېز مرستیال جنرال مرادعلي مراد وویل چې عسکرو له ۱۰۰ تنو څخه ډېر طالبان په جګړه کې ووژل.
طلوع نیوز د والي د ویاند عمر ځواک له قوله وویل چې نامعلوم شمېر عسکر ووژل شول. هغه د وژل شویو طالبانو شمېر ۷۰ تنه یاد کړ.